د هرات پوهنتون د استادانو آنلاين ارزونه نن پيل شوه.
د کيفيت د لوړولو امريت د معلوماتي ټيکنالوژۍ په مرسته د هرات پوهنتون د استادانو آنلاين ارزونه پيل کړه.
په دې ارزونه کې د (MIS) له سيستم څخه ګټه پورته کېږي. د دې سيستم په مرسته يې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی لومړی وارزاوه.
د يادونې وړ ده، چې ټول استادان به د همدې (MIS) سيستم پر مټ و ارزول شي.