د هرات پوهنتون، اطلاعاتو او کلتور رياست او ښاروالۍ ترمنځ د درې اړخيزې تفاهمنامې لاسليک کېدل

nta_new_user
شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۳ - ۱۸:۴۹
img

د هرات پوهنتون، اطلاعاتو او کلتور رياست او ښاروالۍ ترمنځ درې اړخيزې تفاهمنامه د دايرة المعارف/ د هرات پوهنتون علمي مجلې د چاپ لپاره لاسليک شوه. 
دا محفل د قران کريم په څو مبارکو ايتونو سره پيل شو، په لومړي سر کې د هرات پوهنتون رئيس شيخ الحديث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ د هرات پوهنتون یو علمي بنسټ وباله. ده په بېلابېلو څانګو کې د علمي او متخصصو کادرونو شتون ته په اشارې سره وويل چې د بېلابېلو ادارو سره همکاري کوي، نوموړي دغه راز وويل چې« نن ورځ له نېکه مرغه موږ د هرات پوهنتون، اطلاعاتو او کلتور رياست او ښاروالۍ ترمنځ د درې اړخيزې تفاهمنامې د لاسليکول شاهدان يو، چې دا زموږ درې واړو ادارو ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا ښکارندويي کوي. 
وروسته د اطلاعاتو او کلتور رياست ريس مولوي احمدالله متقي په دې مراسمو کې د ګډون نه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې زموږ هېواد متخصيصينو ته اړتيا لري او له نېکه مرغه د هرات پوهنتون له دې اړخه يو له مهمو پوهنتونونو څخه دی، ده وويل چې اسلامي امارت پوهنتونونو او لوړو زده کړو ته خاصه پاملرنه لري او غواړي چې دا بنسټونه وکولای شي چې په هېواد کې دننه ډېر کارونه وروزي. 
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رئيس د هر اړخيزو هڅو او په ځانګړې توګه د روزل شوو او متخصصو کسانو هڅو ته په هېواد کې ډېر ټينګار وکړ. 
د غونډې په دوام د هرات ښاروال مولوي نعمت الله حسن د دې تفاهمنامې په لاسلیک کولو خوښي څرګنده کړه او له خپله اړخه يې د همکارۍ ژمنه وکړه. او ويې ويل چې د هېواد د ښېرازتيا لپاره د يو او بل همکارۍ ته اړتيا ده. 
د مراسمو په پای کې تفاهمنامه د هرات پوهنتون، اطلاعاتو او کلتور رياست او ښاروالۍ ترمنځ لاسلیک شوه. او دا ګام د حاضرينو له تاوده هرکلي سره مخ شو. او دا يې د درې واړو بنسټونو لپاره اغېزمن وګاڼه. 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د زراعت پوهنځي د پنځه کلن ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار د دغه پوهنځي د غونډو په تالار کې ترسره شو.

دغه سمینار د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان کمېټې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه، د هرات پوهنتون د علمي مرستیال او سرپرست، مفتي هدایت‌الله منیب په شتون کې د زراعت پوهنځي د غونډو په تالار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د آزادو سوداګریزو سیمو په اړه د علمي څېړنې وړاندې کول

د هرات ولایت د مقام له لوري د دې ولایت د متخصصینو، څېړونکو او علمي ظرفیتونو د ملاتړ په موخه د هرات پوهنتون د انجینري پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور غلام فاروق ندیم، د آزادو سوداګریزو سیمو. . .

BACK TO NEWS