د هرات والی د پوهنتون په علمي شورا کي ګډون وکړ

hu_admin
شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۷ - ۱۱:۵
""

د هرات والي سید عبدالوحید زاهد قتالی، د ملی امنیت څارنوالی رئیس احمد ولی سمندر او د ولایتي شورا منشی نجیب الله محبي د پوهنتون په فوق العاده علمي شورا غونډه کي ګډون وکړ.

د هرات پوهنتون رئیس پوهنوال ډاکټر عبدالله فایز د هرات والي او دهغه سره راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ يې د کابل پوهنتون غمیزه وغندل، شهیدانو ته يې جنت او زخمیانو ته يې عاجله شفا وغوښتل او خپل د تسلیت او غم شریکي مراتب يې وړاندي کړل.

.وروسته د هرات والي خبري وکړي او پرونی تروریستي برید يې یو غیر انساني او اسلامي عمل وباله او ټینګار یې وکړ چې د علمي چارو اسانه کول او د استادانو او محصلینو لپاره خوندي چاپیریال رامینځته کول، یو اصل دی.

د هرات والي د دې مطلب په څرګندولو سره چې امنیت د دولت مسؤولیت دی او امنیتي ځواکونه په دې برخه کې په صادقانه ډول کار کوي، وویل:" زبون دښمن د ځوانانو ، ملکي وګړو ، علمي او تحصیلي موسسو په نښه کولو سره خپل ظالمانه کړنې او خلکو سره خپله دښمني ثابته کړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۷ - ۱۱:۹
Background image

د هرات پوهنتون د هیله شرکت سره د مرستو هوکړه لیک لاسلیک کړ

د نړیوال سازمان د شبیه سازي پروژي هوکړه لیک نن د هرات پوهنتون او دهیله موسسې تر منځ لاسلیک سو.

د یاد هوکړه لیک موخه، داسي شرایط را منځته کول یاد سول چي د هیله موسسه وسوای د نړیوال. . .

شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۷ - ۱۱:۵
Background image

د هرات والی د پوهنتون په علمي شورا کي ګډون وکړ

د هرات والي سید عبدالوحید زاهد قتالی، د ملی امنیت څارنوالی رئیس احمد ولی سمندر او د ولایتي شورا منشی نجیب الله محبي د پوهنتون په فوق العاده علمي شورا غونډه کي ګډون وکړ.

د هرات پوهنتون. . .

شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۷ - ۱۰:۴۰
Background image

دهرات پوهنتون رئیس د هرات د پوهني رئیس سره وکتل

د هرات پوهنتون رئیس پوهنوال ډاکټر عبدالله فایز نن د هرات د پوهنې رئیس زکریا رحیمي سره په داسي حال کي چي د پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهندوي ډاکټرمحمد داوود منیر او د ښوونې او روزنې. . .

BACK TO NEWS