د هرات د ۱۴۴۴ کال عمومی کانکور پړانیست غونډه

hu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۷ - ۱۰:۲۰
""

د هرات د ۱۴۴۴ کال عمومی کانکور پړانیست غونډه نن د هرات پوهنتون د رئیس پوهندوی عبدالعزیز نعماني، د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي او د هرات پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال مولوي منت الله آخندزاده، د هرات پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی غلام حضرت حساس، د استادانو د چارو آمر او د علمي معاونیت سرپرست پوهنمل رحیم بخش فقیریار، دعلماوو دشورا نماینده شیخ الحدیث محمد یوسف، هرات ته د کانکور راغلي هیئت نماینده پوهندوی عبدالرحمن عثمانی، او د پوهنځیو رئیسانو او استادانو په ګډون د مولانا جامي د کنفرانسونو په سالون کي چې په شرعیاتو پوهنځي کې موقعیت لري ترسره شوه.
غونډه د قرآن عظیم الشان د آیاتونو په تلاوت سره پیل او وروسته د هرات پوهنتون رئیس پوهندوی عبدالعزیز نعمانی ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د ښووني او روزني د ارزښت په اړه خبری وکړي او د کانکور د ازموینې پر روڼتیا یی ټینګار وکړ. همدا راز د کانکور د راغلي هیئت او د پوهنتون د استادانو څخه یې مننه وکړه.
د غونډي په دوام کې د هرات ولایت د علماوو د شورا نماینده شیخ صاحب محمدیوسف خپل د خبرو په ترڅ کې دا په ډاګه کړله چې د کانکور ازموینه ارزښتمنه او اړینه ده او دا یی هم زیاته کړه چې د دیني مدارسو او پوهنتونونو تر مینځ باید وحدت، یووالۍ او نږدي اړیکي رامینځته شې.
وروسته، هرات ته د کانکور راغلي هیئت مسئول پوهندوی عبدالرحمن عثماني د کانکور د ازمویني په اړه معلومات وړاندي کړل او ویی ویل چې د هرات کانکور ازموینه کې به ۶۸۹۹ کسان ګډون وکړي.
په پای کې د میلمنو او د کانکور د ګډونوالو د استازو لخوا د ازمویني د پوښتنو ډک بکسونه خلاص او د ازموینې چاري رسما پیل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د زراعت پوهنځي د پنځه کلن ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار د دغه پوهنځي د غونډو په تالار کې ترسره شو.

دغه سمینار د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان کمېټې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه، د هرات پوهنتون د علمي مرستیال او سرپرست، مفتي هدایت‌الله منیب په شتون کې د زراعت پوهنځي د غونډو په تالار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د آزادو سوداګریزو سیمو په اړه د علمي څېړنې وړاندې کول

د هرات ولایت د مقام له لوري د دې ولایت د متخصصینو، څېړونکو او علمي ظرفیتونو د ملاتړ په موخه د هرات پوهنتون د انجینري پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور غلام فاروق ندیم، د آزادو سوداګریزو سیمو. . .

BACK TO NEWS