د نويو شامل شوو محصلانو د پېژندنې محفل جوړ شو.

nta_new_user
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۸:۴۳
img

ساينس او هنرونو پوهنځيو د خپلو نويو شامل شوو محصلينو لپاره د پېژندنې محفل جوړ کړ. 
دا محفلونه په بېلابېلو وختونو کې جوړ شول، لومړی پکې مسؤلینو محصلينو ته ښه راغلاست وويل. وروسته هرې پوهنځي د خپل پوهنځی اهداف، د کرېډېټونو لايحې، او د پوهنځي اړوند نور معلومات ورکړل. 
د دغې هرې پوهنځي مسؤلینو له نويو شامل شوو محصلينو څخه وغوښتل د پوهنځي د ارام فضا په ساتلو کې له دوی سره مرسته وکړي. دغه راز له دغو محصلینو څخه وغوښتل شول چې د پوهنځي په فرهنګي کارونو او علمي برنامو کې فعاله ونډه واخلئ. 
د دې پوهنځيو مسؤلینو له خپله اړخه دغه محصلينو ته وعده ورکړه چې د دوی په واک کې به هر ډول امکانات ورکړي. او دوی هم بايد د دې پوهنځيو په ارتقا او پيشرفت کې ونډه واخلي. 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د زراعت پوهنځي د پنځه کلن ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار د دغه پوهنځي د غونډو په تالار کې ترسره شو.

دغه سمینار د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان کمېټې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه، د هرات پوهنتون د علمي مرستیال او سرپرست، مفتي هدایت‌الله منیب په شتون کې د زراعت پوهنځي د غونډو په تالار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د آزادو سوداګریزو سیمو په اړه د علمي څېړنې وړاندې کول

د هرات ولایت د مقام له لوري د دې ولایت د متخصصینو، څېړونکو او علمي ظرفیتونو د ملاتړ په موخه د هرات پوهنتون د انجینري پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور غلام فاروق ندیم، د آزادو سوداګریزو سیمو. . .

BACK TO NEWS