د مقالې لیکلو سیالۍ کې ګټونکو او ممتازو محصلینو ته د تقدیر او ستاینې محفل

hu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۷ - ۹:۳۸
:

د مقالې لیکلو سیالۍ کې ګټونکو او ممتازو محصلینو ته د تقدیر او ستاینې محفل.
د پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال  پوهندوی غلام حضرت حساس، د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي رئیس پوهنمل رحمت الله حسني، د استادانو او محصلینو په حضور د مقالې لیکلو سیالۍ ګټونکو او ممتازو محصلینو څخه د تقدیر او ستاینې مراسم د دې پوهنځي د کنفرانسونو په سالون کې دایر شول.
مراسم د الهي کلام د آیتونو په تلاوت سره پیل شول او وروسته د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئیس رحمت الله حسني مېلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د محصلینو هڅې، د عالي نومرو لاسته راوړلو په پار د قدر وړ وبللې  او هغو محصلینو چې د مقالې لیکلو په سیالۍ کې ګډون کړی و او لومړی، دویم او دریم  مقامونه یې خپل کړي وو مبارکي وویله.
ورپسې، د هرات پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال پوهندوی غلام حضرت حساس  هم په دې مراسمو کې له ګډون څخه د خوښۍ څرګندولو تر څنګ، د تحقیق او مقالې لیکلو د ارزښت په اړه خبرې وکړې، د لیکنې فنون او علومو زده کړې ته یې محصلین تشویق کړل.
د پوهنتون د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهنمل جمشید نېک جو هم د دې برنامې له دایر کوونکو څخه مننه وکړه، ممتازو محصلینو او غوره مقاله لیکونکو ته یې مبارکي وویله.
همدارنګه هغۀ علمي مرکزونه د پوهې او زده کړې د تولید مراکز معرفي کړل چې پایله یې ټولنه د پرمختګ په لور برابروي.
په پای کې د مېلمنو په حضور هغه نفیسې ډالۍ او ستاینلیکونه چې د حقوقو پوهنځي د رهبري پلاوي له خوا په پام کې نیول شوي وو ممتازو او د مقالې لیکلو سیالۍ ګټونکو محصلینو ته وویشل شول.
ویل کېږي چې دا برنامه د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي د فرهنګي کمیټې له خوا دایر شوه.
د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت 
۲۰ محرم ۱۴۴۵- ۱۶ زمری ۱۴۰۲

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۰:۱
Background image

د روغتیايي لومړنیو مرستو د پنځه ورځني تخصصي روزنیز کورس پیل

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلانو لپاره د روغتیايي لومړنیو مرستو پنځه ورځنی تخصصي روزنیز کورس پیل شو.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د فرهنګي کمېټې او محصلانو خدمتونو، د طب پوهنځي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۰:۹
Background image

*د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د کلني ستراتیژیک پلان سمينار وړاندي سو!*

د هرات پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي استادانو، کارکونکو او محصلانو ته د روان ۱۴۰۵ هـ لمريز کلنی ستراتيژيک پلان سمينار وړاندي سو.

دا سمينار د قرآن کریم د څو آیتونو په تلاوت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۵۲
Background image

د څېړنې د لارو چارو د معرفي کولو سمینار ترسره شو.

د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د تحقیق، تألیف او ترجمې کمېټې د یاد پوهنځي محصلانو ته د څېړنیزو لارو چارو د معرفي کولو سمینار جوړ کړ.

دغه سمینار د عامه پالیسۍ ډیپارټمنټ آمر پوهنیار محمد. . .

BACK TO NEWS