د محصلانو، استادانو او کارکوونکو د ټولنې پر وړاندې د مسؤولیت یو اوونیز سمینار

nta_new_user
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۹:۳۵
img

د هرات پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت د «محصلانو، استادانو او کارکوونکو د ټولنې پر وړاندې مسؤولیت» تر سرلیک لاندې یو اوونیز سمینار د دې علمي بنسټ د ټولو استادانو لپاره پیل کړ.
دا سمینار به د یوې اوونۍ لپاره دوام ولري او په کې به د ټولنې په اصلاح کې د تحصیلي بنسټونو رول، د استادانو او محصلانو اخلاقي او ټولنیز مسؤولیتونه، د سوله‌ییز ګډ ژوند د فرهنګ ترویج، د اسلامي او ملي ارزښتونو مراعت، د خدمت‌ګذارۍ د روحیې پیاوړتیا، د نظم او انضباط ساتنه، د منفي ټولنیزو پدیدو پر وړاندې مبارزه او د ټولنې په پرمختګ او پراختیا کې د علم رول تر بحث او څېړنې لاندې ونیول شي.
د هرات پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر وایي: «د دې سمینار د جوړولو موخه د دیني او ټولنیزو پوهاویو لوړول، د مسؤولیت‌پذیرۍ د احساس پیاوړتیا او د پوهنتون او ټولنې ترمنځ د مثبت تعامل رامنځته کول دي.»
د دې پروګرام په ترڅ کې به د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت د علمي او دیني بحثونو د وړاندې کولو له لارې ګډونوال د ټولنې پر وړاندې له خپل مقام او دندو سره بلد کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د زراعت پوهنځي د پنځه کلن ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار د دغه پوهنځي د غونډو په تالار کې ترسره شو.

دغه سمینار د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان کمېټې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه، د هرات پوهنتون د علمي مرستیال او سرپرست، مفتي هدایت‌الله منیب په شتون کې د زراعت پوهنځي د غونډو په تالار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د آزادو سوداګریزو سیمو په اړه د علمي څېړنې وړاندې کول

د هرات ولایت د مقام له لوري د دې ولایت د متخصصینو، څېړونکو او علمي ظرفیتونو د ملاتړ په موخه د هرات پوهنتون د انجینري پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور غلام فاروق ندیم، د آزادو سوداګریزو سیمو. . .

BACK TO NEWS