د مثبت ګرایی د رهبرۍ علمي ورکشاپ پيل شو.

nta_new_user
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۹:۱۵
img

د ادارې او پاليسي عامه پوهنځي فرهنګي کمېټې د مثبت ګرا رهبرۍ يوه ورځنی ورکشاپ د بېلابېلو ټولګيو د محصلينو لپاره جوړ کړ. 
د دې ورکشاپ موخه د مديرانو او رهبرانو د ټولنې لپاره اماده کول ګڼل شوي، چې اړتيا يې د دې پوهنځي له خوا سنجول شوې وه. 
دا ورکشاپ د پوهنيار سهراب مجددي لخوا په تيوريکي او عملي بڼه وړاندې شو، چې په هغه کې د مثبت ګرا رهبرۍ بېلابېل ميتودونه په کار واچول شول. 
د دې ورکشاپ په پای کې محصلينو د ورکشاپ له ايجادوونکو او جوړوونکو څخه مننه وکړه او دا ډول ورکشاپونه يې د محصلینو د زده کړو په غنامندۍ کې ګټور و ارزول. 
د يادونې وړ ده چې دا ورکشاپ د دې پوهنځي د ورکشاپونو ادامه ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د زراعت پوهنځي د پنځه کلن ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار د دغه پوهنځي د غونډو په تالار کې ترسره شو.

دغه سمینار د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان کمېټې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه، د هرات پوهنتون د علمي مرستیال او سرپرست، مفتي هدایت‌الله منیب په شتون کې د زراعت پوهنځي د غونډو په تالار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د آزادو سوداګریزو سیمو په اړه د علمي څېړنې وړاندې کول

د هرات ولایت د مقام له لوري د دې ولایت د متخصصینو، څېړونکو او علمي ظرفیتونو د ملاتړ په موخه د هرات پوهنتون د انجینري پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور غلام فاروق ندیم، د آزادو سوداګریزو سیمو. . .

BACK TO NEWS