*د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د هرات پوهنتون له مسئولینو سره کتنه وکړه*

nta_new_user
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۱۲:۳۳
img

ډاکټر لطف الله خیرخواه، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات پوهنتون د شیخ القرآن والحدیث مولانا عبدالغني حقاني رئیس او معاونینو سره وکتل او د مختلفو موضوعاتو په اړه بحث او ګفتمان وکړ.
په دې جلسه کې شیخ القرآن والحدیث مولانا عبدالغني حقاني د ښه راغلاست تر څنګ، د دې پوهنتون پروګرامونه او فعالیتونه د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ته وړاندې کړل. وروسته د هرات پوهنتون معاونینو خپل راپورونه، ستونزې، چلنجونه او لاسته راوړنې وړاندې کړې.
په پای کې، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د راپورونو د اورېدلو وروسته، په پوهنتون کې د تعلیمي چارو اهمیت او لومړیتوب ټینګار وکړ او له مسئولینو څخه یې وغوښتل چې د تعلیمي او څیړنیزو معیارونو د لوړولو لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۰:۴۶
Background image

د اسلامي ټولني پر وړاندي د رسنيو مسؤليتونو اړوند علمي او فرهنګي سمينار وړاندي شو!

د هرات ولايت مقام په نوښت او د هرات پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي په علمي همکاري د هرات خبريالانو، رسنيو او فرهنګي کارکوونکو ته د اسلامي ټولني پر وړاندي د رسنیو مسؤليتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۹:۳۸

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۹:۲۵
Background image

د تیمورې دورې او عثماني تاریخ کتاب په هرات پوهنتون کې نندارې ته وړاندې کول

د هرات پوهنتون د تحقیقاتو معاونیت او علمي مجلې د هرات د تیکا دفتر په ګډه یوه محفل جوړ کړ ترڅو د تیمورې دورې (شاهرخ مرزا او ګوهرشاد بیګم) او «عثماني تاریخ (له پیل څخه تر ړنګېدو 1299-1922. . .

BACK TO NEWS