د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري معين د هرات پوهنتون د علمي مرستيال سره ليدنه
د لوړو زده کړو مالي او اداري معين الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب د يوه هئيت په مشرۍ، د پوهنتون د علمي مرستيال مولوي محمد موسی فایق سره وکتل.
په دې ليدنه کې دواړو لوريو د پوهنتون په انکشافي پروژو، د زده کړو په امکاناتو او د محصلینو او استادانو لپاره په نورو تجهيزاتو خبرې وکړې.
همدارنګه په دې غونډه کې د پوهنتون په داخل کې د جامع جومات په جوړېدو هم خبرې اترې وشوې.