د لمانځه د فضيلتونو په باره کې يو ورځنی سيمينار

nta_new_user
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۸:۳۹
img

د هرات پوهنتون د دعوت او ارشاد امريت د عالیقدر امیرالمؤمنین شيخ القران و الحديث مولوي هيبت الله اخندزاده د فرمان له مخې ټولو استادانو او اداري کارکوونکو ته د لمانځه د فضيلتونو د بيانو او د هغه د پابندۍ په باب يو ورځنی سيمينار وړاندې کړ. 
دا سيمينار د قران کريم په څو مبارکو ايتونو سره پيل شو. ورپسې د هرات پوهنتون د دعوت او ارشاد امر مولوي عبدالله طیب د امير د اطاعت په اړه خبرې وکړې او دا فرمان يې واضح کړ چې عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله په دې فرمان کې ټولو اداري کارکوونکو ته توصيه کوي چې  لمونځ پر خپل وخت او جماعت سره وکړي. هغه دغه راز د لمانځه د فضيلت په باره کې وويل چې لمونځ د دين ستنه ده او د هغه پر جماعت سره ادا کول يو له ديني ارکانو څخه دی. 
مولوي عبدالله طیب دغه راز زياته کړه چې لمونځ په جماعت سره کول د يووالي سبب کېږي. 
د دې سيمينار په جريان کې د هرات پوهنتون رئيس شيخ الحديث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار هم د اسلامي اصولو او اسلامي سياست په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې. په دغو دواړو اصولو کې يې د پوهنتون د استادانو او اداري کارکوونکو نقش بارز وباله او ويې ويل چې دا دواړه قشر بايد محصلينو ته يوه الګو وي. 
د هرات پوهنتون رئيس شيخ الحديث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار دغه راز زياته کړه چې په پوهنتون کې بايد په تمامه مانا ديني او اسلامي اصولو ته پاملرنه وشي. 
د دې سيمينار په پای کې شيخ الحديث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار د سيمينار له ګډون کوونکو څخه وغوښتل چې په جماعت سره د لمونځ کولو او د پوهنتون په نظم کې بايد هڅاند واوسي. ځکه لمونځ ټولنې ته د نېکمرغۍ راوړلو سبب کېږي. 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۱۰:۸
Background image

د انجينري پوهنځۍ عمومي حشر

د انجينري پوهنځۍ فرهنګي کمېټې د زده کړو د چاپېريال د ښه کولو، د سالمې روغتيا د ساتلو او د هغو په مخکې د پرتو خنډونو د رفع کولو په خاطر يو عمومي حشر وکړ. 
په دې برنامه کې ټولو اتاقونو، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۸:۵۲
Background image

د SPSS زده کړه

دا د هغه درې ورځني ورکشاپ سرليک دی، چې د خلاقيت او نوښت عمومي مديريت له خوا د 80 تنو استادانو لپاره د هرات پوهنتون په مرکزي کتابتون کې جوړ شوی دی. 
د دې ورکشاپ د جوړولو موخه د SPSS. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۹:۵۰
Background image

نويو محصلينو ته د ښه راغلاست محفل

د پوهنتون د محصلانو د انسجام امريت نويو محصلانو ته د ښه راغلاست د هرات پوهنتون د رئيس شيخ الحديث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار، د محصلانو چارو مرستيال پوهندوی غلام حضرت حساس، د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS