د ستاینې د ځلا(جلوه) یوه شیبه!
د ادبیاتو اوبشری علوموپوهنځي پیاوړي استاد پوهنمل عبدالواحد ناصري د چارو د ښۀ ترسراوي، ژمنتیا او هڅو څخه ستاینه وشوه.
د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتی عبدالغفار د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځي استاد پوهنمل عبدالواحد ناصري له همکاریو څخه چې په ژمنتیا، تخصص او د چارو په ښۀ ډول تر سره کولو سره د دې علمی مرکز د لاسته راوړنو او فعالیتونو د اطلاع رسونې په پار د هرات پوهنتون د عامه پوهاوی او اړیکو آمریت سره فعاله همکاري کوي، د مننلیک په ډالۍ کولو سره یې وستایۀ.