د خوراکي توکو د ۹۸ بستو ویشل

nta_new_user
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۸:۱۴
img

نجم خیریه بنسټ په قزاقستان کې د میشتو افغانانو په همکارۍ د خوراکي توکو ۹۸ بستې د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار، د پوهنتون مالي او اداري مرستیال ملا انعام الله انعام، د تهیه، تدارکاتو او خدماتو آمر محمد اجمل سنځر او د دې بنسټ د مسئولینو په حضور د هرات پوهنتون خدماتي کارکوونکو ته وویشل.
د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتی عبدالغفار د نجم خیریه بنسټ د خوراکي توکو له ویشلو برنامې څخه د لیدنې ترڅنګ، له هغو افغانانو څخه چې په قزاقستان کې میشت دي او د افغانستان خلکو سره په مرسته کې یې فعاله ونډه اخیستې ده مننه وکړه .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۰:۹
Background image

*د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د کلني ستراتیژیک پلان سمينار وړاندي سو!*

د هرات پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي استادانو، کارکونکو او محصلانو ته د روان ۱۴۰۵ هـ لمريز کلنی ستراتيژيک پلان سمينار وړاندي سو.

دا سمينار د قرآن کریم د څو آیتونو په تلاوت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۵۲
Background image

د څېړنې د لارو چارو د معرفي کولو سمینار ترسره شو.

د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د تحقیق، تألیف او ترجمې کمېټې د یاد پوهنځي محصلانو ته د څېړنیزو لارو چارو د معرفي کولو سمینار جوړ کړ.

دغه سمینار د عامه پالیسۍ ډیپارټمنټ آمر پوهنیار محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۵۲
Background image

د هرات ولایت د عمومي کانکور د ګډونوالو ازموینه ترسره شوه.

د هرات ولایت د عمومي کانکور د ګډونوالو ازموینه نن د هرات پوهنتون د رئیس، شیخ القرآن والحدیث مولانا عبدالغني حقاني، د پوهنتون د معاونانو، د ازموینو عمومي ادارې د زون آمریت، د ازموینو. . .

BACK TO NEWS