د (حقوقي قواعدو په تدوین کې د امام ابو حنیفه (رح) فقهي مجمع رول) تر سرلیک لاندې علمي سمینار دایر شو.

hu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۸ - ۹:۸
:

د (حقوقي قواعدو په تدوین کې د امام ابو حنیفه (رح) فقهي مجمع رول) تر سرلیک لاندې علمي سمینار دایر شو.
د (د حقوقي قواعدو په تدوین کې د امام ابو حنیفه (رح) فقهي مجمع رول) تر سرلیک لاندې علمي سمینار د افغانستان د عروج استدیو له خوا د هرات پوهنتون ریاست په همکارۍ د مولانا جامي د کنفرانسونو په سالون کې چې د هرات پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي کې واقع  دی  دایر شو.
لومړی د قاري مشهود وقاف په غږ  د  الهي کلام د څو آیتونو په تلاوت سره سمینار پیل شو، وروسته دوکتور فضل احمد احمدي د بین المللي اسلامي حقوقو ته په تمرکز سره د سمینار علمي موضوع ( د حقوقي قواعدو په تدوین کې د امام ابو حنیفه (رح) فقهي مجمع رول) وړاندې کړه او ورپسې پوهندوی دکتور عصمت الله محمدي د سمینار موضوع ته په کتو سره په حنفي مذهب کې د اعتدال او فقهي واقعیت ګرایي او د معاصرو حقوقو په پرمختګ کې د هغو د آثارو په اړه خبرې وکړې او توضیح یې ورکړه.
همدارنګه د هرات پوهنتون رئیس پوهندوی مولوي عبدالعزیز نعماني د سمینار له دایرونکو څخه د مننې ترڅنګ، د امام ابوحنیفه(رح) د شخصیت او دریځ، د امام ابوحنیفه له فقهې او حقوقو څخه بشپړ او جامع تعریف، فقهي او حقوقي بحثونو ته د امام صاحب د پاملرنې په اړه خبرې وکړې او سمینار یې جمع بندي کړ.
د دې سمینار په بهیر کې د هرات پوهنتون رئیس پوهندوی مولوي عبدالعزیز نعماني، دوکتور فضل احمد احمدي او پوهندوی دوکتور عصمت الله محمدي په حضور، په پنل کې د ګډون کوونکو سوالونو ته ځوابونه ورکړل شول.
په پای کې، مراسم په دعائیې سره پای ته ورسېدل.
د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت 
۱۲ صفر ۱۴۴۵- ۷ وږی ۱۴۰۲

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۰:۳۷
Background image

د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو سره د دعوتي چارو د همغږۍ غونډه

د هرات پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت د خصوصي پوهنتونونو د مشرانو سره د دعوتي چارو د همغږۍ یوه غونډه جوړه کړه، چې په کې د شیخ القرآن و الحدیث مولانا عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون رئیس،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۲۳:۴۸
Background image

د هرات، غور او فراه پوهنتونونو د علمي کادر د جذب ازموینه ترسره شو.

د هرات، غور او فراه پوهنتونونو د علمي کادر د ازادې سیالۍ له لارې د جذب ازموینه د پوهنتون د علمي معاون مفتي هدایت‌الله منیب، د استادانو د چارو مسؤل پوهنمل رحیم‌بخش فقیریار، استادانو او د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۲۳:۴۸
Background image

د ستوماتولوژي تدریسي کلینیک

د ستوماتولوژي تدریسي کلینیک د یو اړین مرکز په توګه، چې د صحي او تعلیمي خدماتو وړاندې کولو لپاره اهمیت لري، په معالجوي خدماتو او د محصلانو د عملي مهارتونو په لوړولو کې لوی رول لوبولی دی.. . .

BACK TO NEWS