د تعلیم تربیې پوهنځي د حفظ او مراقبت پروژې څخه لیدنه
د پوهنتون مالي او اداري مرستیال ملا انعام الله انعام په داسې حال کې چې د تعلیم تربیې پوهنځي رئیس بصیر احمد کریمي، د تهیه او تدارکاتو آمر او د هرات پوهنتون د انجنیرۍ مدیر هم حضور درلود د تعلیم تربیې پوهنځي د حفظ او مراقبت پروژې څخه نظارت او کتنه وکړه، د دې پروژې د مسئولینو سره یې خبرې وکړې او د هغو نظریات او وړاندیزونه یې واورېدل.
همدارنګه د پوهنتون مالي او اداري مرستیال په هرات پوهنتون کې د ویالو جوړول، د ونو او بوټو د څانکو غوڅول او شنې فضا رامنځته کول کنترول کړل او د شنې فضا د لا ښه والي په پار یې د اړتیا وړ لارښوونې هم وړاندې کړې.