د ترکي ژبې د زده کړې د ټولګيو پيل

nta_new_user
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۹:۴۲
img

د هرات پوهنتون د د څېړنو او مجلې معاونيت د‌دې پوهنتون د استادانو د ظرفیت لوړونې په موخه، په افغانستان کې د تيکا دفتر او يونس امره مؤسسې په مرسته د ترکي ژبې د زده کړې ټولګي پيل کړل. 
دا ټولګی د هرات پوهنتون د رئیس شيخ الحديث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار، د څېړنو او مجلې مرستيال پوهاند دکتور عزيزالرحمن نيازی، د تيکا دفتر او يونس امره مؤسسې مسؤولانو او استادانو په حضور کې پيل شول. 
په هغه مراسمو کې چې په همدې موخه جوړ شوي وو، د هرات پوهنتون رئيس د ژبو د زده کړو پر اهميت خبرې وکړې او د تيکا او یونس امره له دفترونو، د پوهنتون د څېړنو او مجلې  له معاونيت څخه يې مننه وکړه چې دا ټولګي يې پيل کړ. 
دا دوره به پنځه مياشتې دوام کوي او د هرات پوهنتون استادانو ته به د ترکي ژبې د زده کړې زمينه مساعده کړې. تر څو د ترکي پوهنتونونو سره په همکاريو سهولتونه رامنځته کړي. 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۰:۱
Background image

د روغتیايي لومړنیو مرستو د پنځه ورځني تخصصي روزنیز کورس پیل

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي محصلانو لپاره د روغتیايي لومړنیو مرستو پنځه ورځنی تخصصي روزنیز کورس پیل شو.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د فرهنګي کمېټې او محصلانو خدمتونو، د طب پوهنځي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۰:۹
Background image

*د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د کلني ستراتیژیک پلان سمينار وړاندي سو!*

د هرات پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي استادانو، کارکونکو او محصلانو ته د روان ۱۴۰۵ هـ لمريز کلنی ستراتيژيک پلان سمينار وړاندي سو.

دا سمينار د قرآن کریم د څو آیتونو په تلاوت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۵۲
Background image

د څېړنې د لارو چارو د معرفي کولو سمینار ترسره شو.

د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د تحقیق، تألیف او ترجمې کمېټې د یاد پوهنځي محصلانو ته د څېړنیزو لارو چارو د معرفي کولو سمینار جوړ کړ.

دغه سمینار د عامه پالیسۍ ډیپارټمنټ آمر پوهنیار محمد. . .

BACK TO NEWS