د برياليتوب په لار کې د موخې د ټاکلو ارزښت

nta_new_user
شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۸:۴۷
img

دا د هغه سيمينار سرليک ؤ چې د ژورنالېزم پوهنځي له خوا محصلينو ته ورکړل شو. 
د دې سيمينار په لومړيو کې د ژورناليزم د پوهنځي استاد پوهنيار خليل احمد سروش د موخې د ټاکنې پر ارزښت خبرې وکړې، او ټينګار يې وکړ چې پرته له موخې نه هيڅ څوک برياليتوب ته نه شي رسېدای. هغه دغه راز وويل چې صحيح موخه ټاکنه نه يوازې د برياليتوب لار هواروي، بلکې پر برياليتوب تمرکز هم ډېروي. 
ده همداراز وويل چې عملي لارې د موخو په ټاکنه کې مهمې دي، هغه همدارنګه له محصلينو وغوښتل چې د روښانه راتلوونکې لپاره موخې وټاکئ. 
د سيمينار په دوام يو تن محصل مصطفی موسوي د موخې د ټاکلو لپاره دولس ګوني اصول وړاندې کړل. هغه هم همداسې وويل چې د موخې ټاکنه يو له ارزښت لرونکو څيزونو څخه ده. 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د زراعت پوهنځي د پنځه کلن ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار د دغه پوهنځي د غونډو په تالار کې ترسره شو.

دغه سمینار د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان کمېټې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه، د هرات پوهنتون د علمي مرستیال او سرپرست، مفتي هدایت‌الله منیب په شتون کې د زراعت پوهنځي د غونډو په تالار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د آزادو سوداګریزو سیمو په اړه د علمي څېړنې وړاندې کول

د هرات ولایت د مقام له لوري د دې ولایت د متخصصینو، څېړونکو او علمي ظرفیتونو د ملاتړ په موخه د هرات پوهنتون د انجینري پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور غلام فاروق ندیم، د آزادو سوداګریزو سیمو. . .

BACK TO NEWS