د "ایمان نقش په رواني روغتیا کې"

nta_new_user
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۹ - ۱۰:۱۰
img

تر سرلیک لاندې علمي کنفرانس د هرات پوهنتون د شرعیاتو او اسلامي علومو پوهنځي استاد پوهنیار سید نعیم رحیمي لخوا وړاندې شو.
په دې کنفرانس کې د ایمان په رواني روغتیا باندې د تاثیر تاریخي شالید وڅېړل شو او د قرآن کریم آیتونو او نبوي احادیثو (صلی الله علیه وسلم) په رڼا کې د رواني روغتیا د ښه والي او پیاوړتیا لپاره د ایمان ارزښت په تفصیل سره بیان شو.
دغه راز د دې موضوع په اړه د علماوو، متخصصینو او ډاکټرانو نظریات هم وړاندې شول او علمي تحلیل پرې وشو.
پوهنیار رحیمي په خپله وینا کې په دې ټینګار وکړ چې ایمان د روحاني آرامتیا د ترلاسه کولو او د رواني ننګونو د حل لپاره یو اساسي عامل دی او دا یې د انسانانو د ژوند د کیفیت د ښه کولو یوه اغېزمنه لاره وبلله.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د هرات پوهنتون رئیس له اداري برخو د آمرینو او مدیرانو سره تعارفي لیدنه

د هرات پوهنتون رئیس، مفتي عبدالستار المحسن د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد په شتون کې له اداري برخو د آمرینو او مدیرانو سره تعارفي لیدنه ترسره کړه.

غونډه د قرآن کریم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

**د «معیاري ارزونې» ښوونیز ورکشاپ ترسره شو **

د هرات پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز آمریت د علمي کادر غړو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو په موخه د «معیاري ارزونې» د تدریسي مهارتونو یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ د هرات پوهنتون د شپاړسو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د یو میلیون افغانیو په ارزښت د ښوونې او روزنې پوهنځي کتابتون د ټيکا دفتر له لوري تجهیز شو

د هرات پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي کتابتون د هرات پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت د مالي او اداري معاونیت په همغږۍ او په هرات کې د ټيکا دفتر په مالي ملاتړ، د یو میلیون افغانیو. . .

BACK TO NEWS