د اړیکو او عامه پوهاوې د آمر معرفی شو

hu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۶/۶ - ۱۰:۵۳
""

قاری صاحب محمدناصر مستنیر د هرات پوهنتون د اړیکو او عامه پوهاوې د آمر په حیث په داسي حال کي چې د هرات پوهنتون رئیس پوهندوی عبدالعزیز نعماني، د لوړو زده کړو وزارت ځانګړۍ استازۍ او د هرات پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال مولوی منت الله آخندزاده، د هرات پوهنتون د علمي معاونیت سرپرست او د استادانو چارو آمر پوهنمل رحیم بخش فقیریار او یو شمیر نورو اداري کارمندانو حضور درلود، خپل همکارانوته معرفی شو.
پوهندوي نعماني ښاغلي مستنیر ته چارو کی د بریالیتوب هیله وکړه او دا یې په ډاګه کړه چي ژمنه او نه ستړې کیدونکې هڅه په چارو کې د بریالیتوب لپاره ډیر مهم بلل کیږي.
ښاغلي مستنیر د هرات پوهنتون د مشرتابه د باور او اعتماد څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چي د پوهنتون د موخو او پلان مطابق کار کولو کې به د هیڅ کوښښ او هڅي نه ډډه ونکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۱۰:۸
Background image

د انجينري پوهنځۍ عمومي حشر

د انجينري پوهنځۍ فرهنګي کمېټې د زده کړو د چاپېريال د ښه کولو، د سالمې روغتيا د ساتلو او د هغو په مخکې د پرتو خنډونو د رفع کولو په خاطر يو عمومي حشر وکړ. 
په دې برنامه کې ټولو اتاقونو، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۸:۵۲
Background image

د SPSS زده کړه

دا د هغه درې ورځني ورکشاپ سرليک دی، چې د خلاقيت او نوښت عمومي مديريت له خوا د 80 تنو استادانو لپاره د هرات پوهنتون په مرکزي کتابتون کې جوړ شوی دی. 
د دې ورکشاپ د جوړولو موخه د SPSS. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۹:۵۰
Background image

نويو محصلينو ته د ښه راغلاست محفل

د پوهنتون د محصلانو د انسجام امريت نويو محصلانو ته د ښه راغلاست د هرات پوهنتون د رئيس شيخ الحديث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار، د محصلانو چارو مرستيال پوهندوی غلام حضرت حساس، د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS