د انجنیری او تکنالوژی دویم کنفرانس

hu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۴ - ۹:۳۳
""

د انجنیری او تکنالوژی دویم کنفرانس د هرات پوهنتون د رئیس پوهندوی عبدالعزیز نعماني،  د لوړو زده کړو وزارت د فوق العاده استازي او د هرات پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال مولوي منت الله آخندزاده د ولایت مقام د سکتور رئیس، د متخصصانو د شورا رئیس  ، د هرات ولایت د شاروالی رئیس، د هرات ولایت د علماوو د شورا استازي،  د دولتي ادارو د رئیسانو، د پوهنځیو د رئیسانو، استادانو او د محصلینو په حضور کې  د هرات پوهنتون د کرهنې پوهنځی د کانفرانسونو په سالون کې دایر او اجراء شو.
د دې کنفرانس د اجراء کولو موخه او هدف د معادن انجنیري عامه پوهاوی ، د معادنو د استخراج او د ډبرو میکانیکي خواص کوم چې په افغانستان کې شتون لري او په بین المللي  بازارونو کې د هغې د ارزښت او ځای په اړه معلومات وړاندې کول وو .
دا کنفرانس د الله جل جلاله د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شو او وروسته پوهندوی عبدالعزیز نعماني د هرات پوهنتون رئیس  د مېلمنو د ښه راغلاست سره سره  ددې کنفرانس د ترتیب کوونکو څخه هم قدر داني او مننه وکړه.  د علمي تحقیقاتو په ارزښت او د هغوی د عملي کولو په اړه یې خبرې وکړې او ورپسې پوهنمل دوکتور امان الله فقیري  د انجنیري پوهنځي استاد د خپل علمي کنفرانس په ارائه کې د ځینو ډبرو د فزیکي او میکانیکي خواصو د څېړنې په اړه کوم چې په افغانستان کې مطرح دي حاضرینو ته معلومات وړاندې کړل.
ورپسې استاد حامد سیرت د آسیا خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې د انجنیری پوهنځی رئیس د معادنو  د استخراج او راویستلو د بهیر په اړه حاضرينو ته معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه د دې علمي کنفرانس تر څنګ د هرات پوهنتون د ریاست او د هرات شاروالي د ریاست تر منځ د همکارۍ تفاهم نامه لاسلیک شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۳۰
Background image

په هرات پوهنتون کې د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر دورې ترسره کول

د هرات پوهنتون په بېلابېلو څانګو کې، له پوهنتون دننه تر کدرې روغتون، د غاښونو کلینیک او د ښوونې او روزنې پوهنځي پورې، منظمې ترجمې هره ورځ په خپلواکه او منظمه توګه د معنوي فضا په منځ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره شوه.

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه نن د شیخ‌القرآن او الحدیث مولانا عبدالغنی حقاني، د پوهنتون د رئیس په مشرۍ، معاونانو، پوهنځیو رئیسانو، آمریتونو او استادانو په شتون  کې د شورا په تالار. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۳۰
Background image

د پوهنتون هرات د ساتنې او مراقبت پروژو لیدنه او څارنه

حافظ محمد بشیر مجاهد، د پوهنتون مالي او اداري معاون، د خپلو نظارتي پروګرامونو په چوکاټ کې د پوهنتون د زیربناوو او ساحو د ساتنې او مراقبت اړوند پروژو څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې پر مهال،. . .

BACK TO NEWS