د اقتصاد پوهنځي د واليبال ټيم د محصل د جام قهرمان شو.
د محصل د جام د واليبال سيالۍ چې څه وخت مخکې پيل شوې وې، د اقتصاد پوهنځي د واليبال ټيم په قهرمانۍ چې د وترنرۍ پوهنځي سره په سيالۍ بوخت وو، پای ته ورسېدې.
د دې مراسمو په پایغونډه کې د هرات پوهنتون رئيس شيخ الحديث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار، د محصلانو چارو مرستيال پوهندوی غلام حضرت حساس، د محصلينو د چوپړتیاوو چارو امر نظام الدين ملکي او د بېلابېلو پوهنځيو نورو رئيسانو او استادانو حضور درلود، قهرمان ټيم او نورو ورزشکارانو ته په کاپ او هديو ور کولو پای ته ورسېد.
د يادونې وړ ده چې د انجينري ټيم هم وکولای شوای چې د هنرونو د پوهنځي له ټيم څخه مخکې شي او د دې لوبو درېيم مقام خپل کړي.