د افغانستان د وړو او منځنیو صنایعو په پراختیا کې د صنعتي ملکیت د حقونو ونډه

nta_new_user
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۱:۳۴
img

د "د افغانستان د وړو او منځنیو صنایعو په پراختیا کې د صنعتي ملکیت د حقونو ونډه" تر سرلیک لاندې علمي سمینار د پوهنیار محمد ادریس پناه، د هرات پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد، له لوري جوړ شوی و. 
په دغه سمینار کې د پوهنتون علمي معاون ، د محصلانو د چارو معاون، د شرعیاتو او اسلامي علومو د پوهنځي رئیس، د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي رئیس، د حقوقو د پوهنځي د دیپارتمنټونو آمرانو او استادانو حضور درلود. استاد ادریس پناه په دې غونډه کې خپله څېړنیزه مقاله وړاندې کړه. 
د سمینار په وروستیو کې د ګډونوالو پوښتنو ته هم ځوابونه ورکړل شول. 
همدارنګه د یادولو وړ ده چې دغه علمي مقاله په AFAK او ASJP نړیوالو ژورنالونو کې هم خپره شوې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار ترسره شو

د هرات پوهنتون د زراعت پوهنځي د پنځه کلن ستراتېژیک پلان د پېژندنې په اړه د پوهاوي سمینار د دغه پوهنځي د غونډو په تالار کې ترسره شو.

دغه سمینار د زراعت پوهنځي د ستراتېژیک پلان کمېټې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه

د نشه‌يي توکو د زیانونو او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په اړه د پوهاوي سمینارونه، د هرات پوهنتون د علمي مرستیال او سرپرست، مفتي هدایت‌الله منیب په شتون کې د زراعت پوهنځي د غونډو په تالار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۹:۵۸
Background image

د آزادو سوداګریزو سیمو په اړه د علمي څېړنې وړاندې کول

د هرات ولایت د مقام له لوري د دې ولایت د متخصصینو، څېړونکو او علمي ظرفیتونو د ملاتړ په موخه د هرات پوهنتون د انجینري پوهنځي استاد پوهندوی دوکتور غلام فاروق ندیم، د آزادو سوداګریزو سیمو. . .

BACK TO NEWS