دهرات پوهنتون رئیس د اقتصاد پوهنحی د ماستری برنامی څخه لیدنه وکرل
د هرات پوهنتون رئیس پوهندوي ډاکټرعبدالله فایز نن د اقتصاد پوهنځی د رئیس، استادانو او د ماسټري برنامي د محصلینو سره د ستونزو، وړاندیزونو او د یادي برنامي د کیفیت پرښه والي خبري وکړي.
په یاده لیدنه کي ښاغلي فایز د ماسټري برنامې ومحصلینو ته دهر راز مرستې د هوډ ورکولو ترڅنګ وویل: د هرات پوهنتون د ښه امکاناتو په درلودلو سره، د دولتي او خصوصي سکتورو سره د هوکړه لیکونو پراساس کولاي سي چي دهرات پوهنتون د ماسټريو برنامو ومحصلینو ته ښه او باکیفیت تحصیلي خدمتونه وړاندي کړي.
په پاي کي د هرات پوهنتون رئیس د ماسټري برنامې ومسئولینو ته لار ښوونه وکړل تر څو د یادي برنامې د محصلینود ستونزولپاره لار هواري کړي .