دهرات پوهنتون دعلمی شورا غونډه ترسره سول

hu_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۲ - ۱۰:۲۲

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه نن د پوهنتون د مشرتابه پلاوي او د یادي شورا دغړو په شتون کي ترسره سول.
لومړی پوهندوي ډاکټرعبدالله فایز دهرات پوهنتون رئیس د پوهنتون د یو میاشتني کاري ګزارش ترڅنګ يې دهرات پوهنتون په ۱۳۹۸کال پراختیايې پلان کي دعادي او پراختیايې بودیجو ۱۰۰په سلو کي مصرفول یوه لویه لاسته را وړنه وبلل.
وروسته ښاغلي فایز و تحصیلي بورسونو ته داستادانو ورپیژندلود طرزالعمل پر جوړولو ټینګار وکړ، د طب او ستوماتولوژی پوهنځیو کادري روغتونونه او د پوهنتون د زیرمو جوړول يې په راتلونکي کي د پوهنتون اړینې او مهمي غوښتنې وبللي.
وروسته د خزاني سمستر پر آزموینو د نظارت پلاوي خپل ګزارش وړاندي کړ.
په پاي کي د غونډي غړو د شرعیاتو پوهنځي په چوکاټ کي د اصول فقه او قانون څانګې جوړولو وړاندیز، د ټولنیزو علومو پوهنځی په چوکاټ کي د ټولنیزو مرستو څانګي جوړولو وړاندیز، د پوهنتون د نصاب کميټې طرزالعمل، د شلترنو مؤسسې سره هوکړه لیک، دهغه محصلینو چي دتل پاتي منفکي سره مخ دي پرستونزو هواره ولو، د ښوونې او روزنې پوهنځی د څوارلسمو صنفونو فارغینو ستونځي او دهغه استادانو چي په شپږو کالو کي ترفیع نده کړي خبري اتري وکړي او لازم تصمیمونه يې ونیول او همداراز د غونډي غړو د پوهنتون داستادانو د تثبیت، ګمارني او ترفیع دوسېې وڅیړلي

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د هرات پوهنتون رئیس له اداري برخو د آمرینو او مدیرانو سره تعارفي لیدنه

د هرات پوهنتون رئیس، مفتي عبدالستار المحسن د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد په شتون کې له اداري برخو د آمرینو او مدیرانو سره تعارفي لیدنه ترسره کړه.

غونډه د قرآن کریم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

**د «معیاري ارزونې» ښوونیز ورکشاپ ترسره شو **

د هرات پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز آمریت د علمي کادر غړو د علمي او مسلکي وړتیاوو د لوړولو په موخه د «معیاري ارزونې» د تدریسي مهارتونو یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ د هرات پوهنتون د شپاړسو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
Background image

د یو میلیون افغانیو په ارزښت د ښوونې او روزنې پوهنځي کتابتون د ټيکا دفتر له لوري تجهیز شو

د هرات پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي کتابتون د هرات پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت د مالي او اداري معاونیت په همغږۍ او په هرات کې د ټيکا دفتر په مالي ملاتړ، د یو میلیون افغانیو. . .

BACK TO NEWS