بررسی و کنترول از وضعیت عمومی لیلیه
د هرات پوهنتون مالي او اداري مرستیال منت الله آخند زاده، د لیلیې عمومي وضعیت څخه لیدنه او بررسي وکړه او د لیلیې د محصلینو سره یې خبرې اترې وکړې.
د هرات پوهنتون مالي او اداري مرستیال په لیلیې کې د خپل حضور څخه د خوښۍ څرګندونې ترڅنګ، د تقوا، امر بالمعروف او نهي عن المنکر، ښه نیت او اخلاص د ارزښت په اړه محصلینو ته خبرې وکړې، همدارنګه پر محصلینو یې ټینګار وکړ چې خپل صورت او سیرت د نبوي سنتو مطابق عیار کړي او په لیلیې کې د نظم و آرامتیا د ساتلو لپاره، نېک اخلاق، پاکوالی( نظافت) او غوره ټولنیز اصول رعایت کړي.
د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت