د لوړو زده کړو سرپرست وزیر هرات ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې

hu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۲ - ۱۱:۵۹
""

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر هرات ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، د هېواد لودیځ زون تحصیلي بنسټونو له مسؤلینو، استادانو او محصلینو سره وکتل او په یاد زون کې یې د تحصیل پر ښه والي او د علم پر پرمختګ خبرې وکړې.
په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د هرات، بادغیس، فراه، نیمروز، غور او همدارنګه د هرات ولایت خصوصي تحصیلي بنسټونو له استادانو او مسؤلینو سره د لیدنې له امله خوښي وښوده. دغه راز د یووالي او اسلامي نظام د ساتنې پر ارزښت یې خبرې وکړې او ویې ویل: «د ا.ا.ا د هېواد له تعلیمي او تحصیلي نظام څخه د ملاتړ په پار، په خپل ټول توان هڅه کوي، چې بهر ته تللي استادان بېرته هېواد ته راستانه شي، تر څو په ګډه د افغانستان د پرختګ او ودانولو لپاره کار وکړو.»
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر اسلامي ارشاداتو ته په اشارې سره وویل، چې د الله تعالی، رسول صلی الله علیه وسلم او د امیر اطاعت پر مسلمانانو واجب دی. نوموړي د مدرسې او پوهنتون تر منځ پر اړیکو جوړولو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې لوړو زده کړو وزارت د دې کار په هڅه کې دی، تر څو پوهنتون او مدرسه د علمي مرکزونو په توګه له یو بل سره نیږدې اړیکې ولري او د علم د تولید په برخه کې له یو بل سره همکاري وکړي.  
دغه راز ژمنه یې وکړه چې په نیږدې راتلونکي کې به د هېواد تحصیلي بنسټونو د استادانو د ستونزو د حل په برخه کې عملي ګامونه واخلي.

وروسته د هرات پوهنتون رئیس پوهندوی عبدالعزیز نعماني یاد ولایت ته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له سفر څخه د مننې تر څنګ، د هرات ولایت علمي موقف او په دغه موقف کې د هرات پوهنتون پر رول خبرې وکړې.
همدارنګه په یاده ناسته کې د هرات والي مولوي شیخ نور احمد اسلام جار د علم پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې زموږ ځواک زموږ په یووالي او پوهه کې دی. نوموړي زیاته کړه چې علماء کرام او د تحصیلي بنسټونو استادان باید په لوړ همت او قوي ارادې سره د هېواد د بچیانو سالمه روزنه وکړي، تر څو مو استعدادونه د هېواد د پرمختګ او ودانولو جوګه شي.
وروسته د غور او نیمروز پوهنتونونو رئیسانو د علم پر ارزښت د خبرو تر څنګ، د ا.ا.ا له لوري د استادانو علمي ظرفیت لوړونې او د تحصیلي بنسټونو د پرمختګ لپاره د زمینې برابرولو له امله مننه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۱۴:۵۴
Background image

په هرات پوهنتون کې د "فواد سیګین ژوندلیک او آثار" کتاب پرانیستل شو

د هرات پوهنتون د څیړنو او علمي مجلې مرستیالۍ او په هرات کې د تیکا دفتر د اسلامي نړۍ د معاصر پوه او څیړونکي، فواد سیزگین، د "ژوندلیک او آثار" کتاب څخه پرده پورته کړه. دا مراسم د پوهاند. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۱۴:۵۳
Background image

د هرات ولایت د ژورنالیزم پوهنځي او د انتاني شخصي روغتون ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د هرات پوهنتون رئیس، شیخ القرآن والحدیث مولوي عبدالغني حقاني، د ژورنالیزم پوهنځي رئیس پوهنيار ذبیح الله عرفان، او د انتاني شخصي روغتون رئیس ډاکټر عبدالناصر شهبازي په حضور کې، د هرات. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د هرات پوهنتون علمي شورا غونډه ترسره شوه

د هرات پوهنتون علمي شورا نن د شیخ القرآن والحدیث مولانا عبدالغني حقاني حفظه الله، د هرات پوهنتون رئیس، مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او نورو غړو په ګډون ترسره شوه.
غونډه د قرآن کریم د. . .

BACK TO NEWS