د یو میلیون افغانیو په ارزښت د ښوونې او روزنې پوهنځي کتابتون د ټيکا دفتر له لوري تجهیز شو
د هرات پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي کتابتون د هرات پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت د مالي او اداري معاونیت په همغږۍ او په هرات کې د ټيکا دفتر په مالي ملاتړ، د یو میلیون افغانیو په ارزښت په عصري او معیاري وسایلو سمبال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د هرات پوهنتون علمي معاوین مفتي هدایتالله منیب د هرات پوهنتون د مالي او اداري معاونیت او د ټيکا له محترم دفتر څخه د دې کتابتون د عصري او معیاري تجهیز له امله مننه او قدرداني وکړه.
همدارنګه د ټيکا دفتر رئیس ډاکټر عرفات دنیز وویل چې دغه دفتر تل هڅه کوي څو په پوهنتونونو کې علمي او فرهنګي پروژې پلې کړي او د علمي برخو د پیاوړتیا لپاره اړینې همکارۍ ترسره کړي.
له بلې لوري په هرات کې د ترکیې جمهوریت سرقونسل تُزجان قاضياوغلو د هرات پوهنتون د مهمو پروژو په پلي کولو کې د ټيکا دفتر د فعالیتونو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د ترکیې هېواد تل هڅه کوي له دوست او ورور هېواد افغانستان سره خپلې علمي او فرهنګي همکارۍ لا پراخې کړي.
ورپسې د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس مولوي صفيالله احمدي د هرات پوهنتون د مالي او اداري معاونیت او د ټيکا دفتر له همکاریو څخه خپله مننه او قدرداني څرګنده کړه.
