د هرات پوهنتون د محصلانو علمي سفرونه
د عملي پوهې د پیاوړتیا او د نظري زده کړو او ساحوي تجربو ترمنځ د اړیکې د رامنځته کولو په موخه، د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي د ګرافیک ډیپارټمنټ او د وترنري علومو پوهنځي محصلانو د خپلو تخصصي څانګو له مخې بېلابېل علمي سفرونه ترسره کړل.
د ګرافیک ډیپارټمنټ د درېیم ټولګي محصلانو، د ډیجیټل ګرافیک د مضمون د استاد پوهنیار عاقل حیدري تر لارښوونې لاندې، د هرات صنعتي ښارګوټي کې د بستهبندۍ جوړونې، کارتنجوړونې او عصري چاپخانو له شرکتونو څخه لیدنه وکړه او د بستهبندۍ د ډیزاین او تولید، د کارتن جوړولو او د چاپ بېلابېلو طریقو سره یې له نږدې آشنایي ترلاسه کړه.
همدارنګه د وترنري علومو پوهنځي محصلانو، د خوړو د ټکنالوژۍ ډیپارټمنټ د استاد پوهنیار امینالله محمدي تر لارښوونې لاندې، د هرات ولایت د کبزان کلي د شیدو ورکوونکو غواګانو له فارمونو څخه لیدنه وکړه او د تغذیې اصولو، مدیریت، حفظالصحې او د شیدو ورکوونکو غواګانو د ساتنې له لارو چارو سره یې له نږدې آشنایي ترلاسه کړه.
د دې علمي سفرونو د ترسره کولو موخه د محصلانو د عملي مهارتونو لوړول، د هغوی د کاري چاپېریال سره بلدتیا او د مسلکي او متعهدو کادرونو د روزنې لپاره د زمینې برابرول وبلل شول.
