د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه ترسره شوه.

nta_new_user
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۱:۳۰
img

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه نن د شیخ‌القرآن او الحدیث مولانا عبدالغنی حقاني، د پوهنتون د رئیس په مشرۍ، معاونانو، پوهنځیو رئیسانو، آمریتونو او استادانو په شتون  کې د شورا په تالار کې ترسره شوه.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه. بیا د هرات پوهنتون رئیس د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت ګډونوالو ته مبارکي ورکړه او د عباداتو د قبولیت هیله یې وکړه. هغه د علمي او اداري چارو په پر وخت رسیدګۍ ټینګار وکړ او له مسؤلینو یې وغوښتل چې د همغږۍ او یووالي پر بنسټ د چارو په پرمختګ کې همکارۍ وکړي.
هغه همدارنګه د امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د عالي امرونو پابندي مهمه وبلله او اخلاص، ژمنتیا او د دندو په جدي ترسره کولو ټینګار یې د پرمختګ لازمي شرط وبلله. رئیس یادونه وکړه چې اصلي موخه د پوهنتون د یو نمونه او معیار علمي بنسټ په توګه بدلول دي.
وروسته د غونډې ګډونوالو د ماسټرۍ پروګرامونو کې د محصلینو د منلو شرایطو، د پوهنتون علمي مجلې لارښوونو د تصویب، د مرکزي کتابتون لپاره د نوې فورمې په اساس د کتابونو ترتیب، د طب پوهنځي د پاراکلینیکي څانګو انتقال تدریسي روغتون ته، د ترفیع دوسیو، د استادانو تثبیت او انفکاک، د اسلامي فرهنګ څانګې درې استادانو د علمي هیئت په دایمي ترکیب کې شاملول، د پوهنتون د کتابونو او درسي موادو د څېړنې او مطالعې په اړه بحث او نظر تبادله وکړه او اړین پریکړې یې ونیولې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۰:۹
Background image

*د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د کلني ستراتیژیک پلان سمينار وړاندي سو!*

د هرات پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي استادانو، کارکونکو او محصلانو ته د روان ۱۴۰۵ هـ لمريز کلنی ستراتيژيک پلان سمينار وړاندي سو.

دا سمينار د قرآن کریم د څو آیتونو په تلاوت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۵۲
Background image

د څېړنې د لارو چارو د معرفي کولو سمینار ترسره شو.

د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د تحقیق، تألیف او ترجمې کمېټې د یاد پوهنځي محصلانو ته د څېړنیزو لارو چارو د معرفي کولو سمینار جوړ کړ.

دغه سمینار د عامه پالیسۍ ډیپارټمنټ آمر پوهنیار محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۵۲
Background image

د هرات ولایت د عمومي کانکور د ګډونوالو ازموینه ترسره شوه.

د هرات ولایت د عمومي کانکور د ګډونوالو ازموینه نن د هرات پوهنتون د رئیس، شیخ القرآن والحدیث مولانا عبدالغني حقاني، د پوهنتون د معاونانو، د ازموینو عمومي ادارې د زون آمریت، د ازموینو. . .

BACK TO NEWS