د هرات پوهنتون په لابراتوار کې د کیمیا محصلانو د ګوتو د نښو د پېژندلو له طریقو سره بلدتیا

nta_new_user
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۸:۴۸
img

د کیمیا د درېیم ټولګي محصلانو د احسان‌الله امیري تر څارنې لاندې د کیمیا په لابراتوارونو کې د درې ساده خو مهمو موادو ـ آیودین، هایدروجن پرې‌اُکساید او اسید استریک ـ په کارولو د ګوتې نښو د څرګندولو طریقې وڅېړلې. 
په دې تجربه کې د آیودین بخارۍ طریقه د غیرجاذبو سطحو لپاره د ګوتې نښې د ژر او بې‌تاوانه څرګندولو یوه اغېزمنه لاره په توګه وازمویل شوه، په داسې حال کې چې هایدروجن پرې‌اُکساید د خپل اکسېدونکي خاصیت او د رنګ د لږ بدلون د رامنځته کولو لپاره وکارول شو. 
وروسته محصلانو د اسید استریک په استعمال د سطحې د پاکولو پړاوونه او د آزموینې د مخکې او وروسته حالت پرتله کړ. وروستۍ پرتله وښودله چې آیودین د ګوتې نښې د روښانه څرګندېدو لپاره تر ټولو اغېزناک ماده ده، په داسې حال کې چې د هایدروجن پرې‌اُکساید او اسید استریک کارول زیاتره ښوونیز بُعد لري او د ابتدايي جنایي کیمیا په بهیرونو کې د کیمیاوي غبرګونونو د لا ښه درک کولو لپاره مرسته کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۸:۴۸
Background image

د هرات پوهنتون په لابراتوار کې د کیمیا محصلانو د ګوتو د نښو د پېژندلو له طریقو سره بلدتیا

د کیمیا د درېیم ټولګي محصلانو د احسان‌الله امیري تر څارنې لاندې د کیمیا په لابراتوارونو کې د درې ساده خو مهمو موادو ـ آیودین، هایدروجن پرې‌اُکساید او اسید استریک ـ په کارولو د ګوتې نښو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۸:۴۸
Background image

د هرات پوهنتون علمي شورا جوړه شوه.

د هرات پوهنتون د علمي شورا غونډه د شیخ القرآن والحدیث مولانا عبدالغني حقاني، د هرات پوهنتون د رئیس، په مشرۍ او د معاونینو، د پوهنځیو د رئیسانو او د بېلابېلو پوهنځیو د استادانو په ګډون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۸:۴۳
Background image

کندهار پوهنتون ته د محصلان علمي سير ترسره شو

د هرات پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي محصلينو ته د فرهنګي کمېټې له لوري محصلانو ته په لومړي ځل کندهار پوهنتون ته علمي سير ترسره شو
په دې علمي سير کي محصلانو ته د ژورناليزم او. . .

BACK TO NEWS