د غوره مطالعه کوونکي محصلانو ستاينغونډه دايره شوه

nta_new_user
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۹:۵۸
img

د هرات پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د فرهنګي کمېټې له لوري د روان (۱۴۰۴) کال غوره مطالعه کوونکي محصلان د يوې غونډې په ترڅ کي وستايل شوه.
په يادې غونډه کي د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي رئیس پوهنيار ذبيح الله عرفان، د فرهنګي کمېټې مسؤل پوهنيار امان الله پښتون او د يادې پوهنځي محصلانو پکښي ګډون درلود.
ياده غونډه د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، چي وروسته د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي رئیس پوهنيار ذبيح الله عرفان د فرهنګي کمېټې د مسؤل د هڅو او د غوره مطالعه کوونکو محصلانو ستاينه وکړه، نوموړي محصلانو ته وويل چي تاسي بايد اسلامي، مسلکي او تاريخي مطالعه وکړی، چي خپل علمي ظرفيت لوړ کړئ؛ ترڅو اسلام، خپل هيواد، نظام او ولس ته ډیر ښه خدمت ترسره کړئ، چي دا ستاسو سرلوړی او بری دواړه در په برخه کوي.
د غونډې په جريان کي دري تنو غوره مطالعه کوونکو محصلانو ته ستاينليکونه ورکړل شول او غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسيده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۹:۵۸
Background image

د غوره مطالعه کوونکي محصلانو ستاينغونډه دايره شوه

د هرات پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د فرهنګي کمېټې له لوري د روان (۱۴۰۴) کال غوره مطالعه کوونکي محصلان د يوې غونډې په ترڅ کي وستايل شوه.
په يادې غونډه کي د ژورناليزم او عامه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۹:۱۴
Background image

د هرات پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د غوره کوډ لیکونکو محصلینو ستاینه (تقدیر)

د کمپیوټر ساینس پوهنځي د هغو غوره کوډ لیکونکو محصلینو څخه ستاینه وکړه چې په دوو برخو «ویب ډیزاین» او «پروګرام‌نویسي» کې یې ګډون کړی و.
دغه محفل د پوهنیار محمد سعید عظیمي له خوا د قرآن. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۸:۵۳
Background image

د هرات پوهنتون د کرنې پوهنځي د محصلانو ساحوي څېړنې نتایج ارائه شو

د هرات پوهنتون د کرنې پوهنځي د علمي څېړنو د مرستیالۍ او د پوهنتون د علمي مجلې په همکارۍ، یو علمي او څېړنیز محفل د دې لپاره جوړ شو چې د «د کرنې پراختیا او اقتصاد» او «د نباتاتو ساتنې» د. . .

BACK TO NEWS