د ګوګل څخه د کار اخيستني خدمتونو اړوند ورکشاپ وړاندي سو.

nta_new_user
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۹:۱۶
img

د هرات پوهنتون د مالوماتي ټکنالوژۍ آمريت له لوري د لومړي ټولګيو محصلانو ته د علمي ظرفيت لوړوني په پار د ګوګل پيژندني او د هغه څخه د غوره ګټه اخيستني اړوند ورکشاپ وړاندي سو.
په دې ورکشاپ د ټولو شپاړلس پوهنځيو څخه (۵۰) تنه محصلانو ګډون درلود، چي هغوی ته د ګوګل پيژندني، برېښناليک (Gmail)، ګوګل ذخیره کوونکي (Google Drive)، ګوګل اسناد (Google Docs) او يو شمېر نورو مهمو برخو کي د زده کړې او څېړني ترسره کولو اړوند مالومات پکښي وړاندي سول.
د هرات پوهنتون د مالوماتي ټکنالوژۍ آمر سيد معروف سادات په وينا؛ ددې ورکشاپ موخه د محصلانو د علمي ظرفيت لوړول او په همدې برخه کي د زده کړې او څېړني لپاره ترې ښه کار اخيستل و.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۲۸
Background image

د لوړو زده‌کړو وزارت او د هرات پوهنتون د ترکیې د جمهوریت قونسلګرۍ او د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (تیکا) د علمي او څېړنیزو همکاریو څخه مننه وکړه.

د څېړنو او علمي مجلې معاونیت د ترکیې د جمهوریت قونسلګرۍ او د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (تیکا) د علمي او څېړنیزو همکاریو د تقدیر په مناسبت یو محفل جوړ کړ، چې پکې د پوهنتون مرستیالان،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۲۸
Background image

د عامه ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځي د مخکښو استادانو او محصلانو ستاینه وشوه.

د عامه ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځي له خوا په یوه ځانګړي محفل کې د دې پوهنځي مخکښ استادان او محصلان وستایل شول او تقدیر ترې وشو.
په دې پروګرام کې استادان د ۱۴۰۴ کال د خزاني سمستر د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۲۸
Background image

علمي سةینار «د خطر مدیریت؛ د بریالیو مدیرانو هنر» ترسره شو.

د هرات پوهنتون د عامه ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځي له لوري یو علمي سمینار د «د خطر مدیریت؛ د بریالیو مدیرانو هنر» تر عنوان لاندې د دې پوهنځي د استاد پوهنیار حبیب الله عرب‌زاده له خوا جوړ. . .

BACK TO NEWS