د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د محصلانو ترمنځ د غوره خبريال جام د عامه اړيکو د دوهم ټولګي په اتلولۍ سره پای ته ورسېد.

nta_new_user
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۴۶
img

د هرات پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي  د محصلانو ترمنځ د غوره خبريال جام د ژورناليزم څانګې د دوهم ټولګي او د عامه اړيکو څانګې د دوهم ټولګي ترمنځ ترسره شوه، چي اتلولۍ يې د يادې پوهنځي د عامه اړيکو دوهم ټولګي وګټل.
د ياد جام په پایلوبې کي د يادې پوهنځي رهبري غړو، استادانو او محصلانو ګډون درلود، چي د لوبي د پيل څخه مخکي د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د فرهنګي کمېټې مسؤل نوماند پوهنيار امان الله پښتون دواړو ټولګيو ته د پايلوبي کولو مبارکي وويل او هغوی ته يې د ښې لوبي کولو سپارښتنه وکړه، نوموړي په خپلو خبرو کي محصلان ښې مطالعې کولو همدارنګه خپل په مسلک کي اسلام، هيواد، نظام او ټولني ته په ښه خدمت کولو ته وهڅول.
د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د مرستيال نوماند پوهنيار خليل احمد سروش له لوري د عامه اړيکو دوهم ټولګی ته د اتلولۍ ګټلو مبارکي وويل او ټول محصلان يې خپلمنځي غوره اړيکو پالني، ورزش کولو، مطالعې او ټولني ته په خدمت کولو باندي ټينګار وکړ.
د ياد پروګرام په وروستيو کي؛ غوره ګول وهونکي مهدي علیزاده، غوره ګول ساتونکي هلال احمد، اتلې لوبډلې او دوهم مقام ګټونکي لوبډلې ته په جايزې ورکولو سره پای ته ورسېد.
د يادوني وړ ده، چي ددې جام ترسره کولو څخه موخه د محصلانو ترمنځ د غوره ټولنيزي اړيکو جوړول، ورزش او مطالعې کولو ترڅنګ مسلکي اخلاقي ارزښتونو ساتني ته هڅول وه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۰:۹
Background image

د هرات پوهنتون د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو کتاب چاپ شو

د هرات پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت د دې علمي بنسټ د فعالیتونو، پروګرامونو او لاسته‌راوړنو د ثبت، مستندسازۍ او انعکاس په موخه د «د هرات پوهنتون فعالیتونه او لاسته‌راوړنې» تر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو کتاب چاپ شو

د هرات پوهنتون د نشراتو او عامه اړیکو آمریت د دې علمي بنسټ د فعالیتونو، پروګرامونو او لاسته‌راوړنو د ثبت، مستندسازۍ او انعکاس په موخه د «د هرات پوهنتون فعالیتونه او لاسته‌راوړنې» تر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د هرات پوهنتون تدریسي روغتون روغتیايي فعالیتونه

د هرات پوهنتون تدریسي روغتون د ۱۴۰۵ کال د لومړیو شپږو میاشتو په جریان کې د بېلابېلو روغتیايي او تشخیصي خدمتونو په وړاندې کولو سره ۳ زره او ۱۱۵ مراجعینو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي. . .

BACK TO NEWS