د ژبو او کمپيوټر زده کړو مرکز
د هرات پوهنتون انګلیسي ژبې او کمپیوټر زده کړې مرکز
لیدلوری:
د اکاډیمیکو ظرفیتونو د لوړولو له پاره د منل شوو ژبنۍ پروګرامونو او عصري ټیکنالوژۍ له لارې د انګلیسي ژبې او کمپیوټر مهارتونو زده کړې د معیاري او روزنیز پروګرامونو وړاندې کول.
ماموریت:
د انګلیسي ژبې او کمپیوټر زده کړې د عصري پروګرامونو او د مجربو استادانو په درلودلو سره، د انګلیسي ژبې او کمپیوټر زده کړې مرکز د پوهنتونونو سره په همکاري هڅه کوي ترڅو محصیلین خپلو علمي اهدافو ته ورسوي
د مرکز پېژندنه:
د هرات پوهنتون انګلیسي ژبې او کمپیوټر زده کړې مرکز د هرات پوهنتون سره د څو کلونو راهیسې د امريکا د متحده ایالاتو د سفارت او د اثر موسسې په مرسته کار کوي.
د هرات پوهنتون انګلیسي ژبې او کمپیوټر روزنیز مرکز په هرات پوهنتون کې د اداري کارکوونکو او محصلينو د علمي ظرفیت لوړولو لپاره په ياد پوهنتون کې د انګلیسي ژبې او کمپیوټر ICDL)) کورسونه دایروي.
د ELCLC مرکز خدمتونه:
الف- د پوهنتون استادانو او کارکوونکو لپاره:
- د ګډون کوونکو اړتیاوو سره سم د انګلیسي ژبې او کمپیوټر مهارتونو لنډمهاله کورسونه وړاندې کول.
- د TOEFL د تیارۍ کورسونو تنظیمول.
ب- د پوهنتون محصلینو لپاره:
- د انګلیسي ژبې کورسونه "د اکاډمیکو هدفونو لپاره " یا " English for Academic Purposes "
- د انګليسي ژبې کورسونه "د مشخصو هدفونو لپاره " یا "English for Specific Purposes"
- د ICDL د آزموینې موفقانه ترسره کولو لپاره د زده کوونکو چمتو کول.
- د TOEFLتیاري کورسونه په لاره اچول.
- د سوداګرۍ لیکنو مهارتونه (Business Writing) کورسونو په لاره اچول.