*د محصلانو چارو مرستیال د هرات پوهنتون له پوهنځیو څخه د محصلانو د خدمتونو د ښه والي لپاره لیدنه وکړه*

nta_new_user
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳۰ - ۹:۵۲
img

شیخ الحدیث مولوي عبدالهادي ذو الهادي، د هرات پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال، له خپل هیئت سره د ادارې، عامه پالیسي او ښکلو هنرونو له پوهنځیو څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنو موخه د پسرلني سمستر لپاره چمتووالی، محصلانو ته د غوره امکاناتو برابرول او د درسونو د بریالي پیل لپاره مرسته کول و.
د دې لیدنو پر مهال، د محصلانو چارو مرستیال له د پوهنځیو له رئیسانو وغوښتل چې خپلې نظریې او وړاندیزونه د محصلانو د خدمتونو او تحصیلي شرایطو د ښه والي لپاره وړاندې کړي. نوموړي ټینګار وکړ چې د دې لیدنو اساسي هدف محصلانو ته غوره خدمتونه وړاندې کول او د زده‌کړې لپاره مناسبه فضا برابرول دي.
مرستیال د درسي صنفونو څخه هم لیدنه وکړه او ویې ویل: "موږ هڅه کوو ټول هغه امکانات برابر کړو چې محصلان ورته اړتیا لري."
یاده دې وي چې د محصلانو چارو مرستیال پلان لري چې د هرات پوهنتون له ټولو پوهنځیو څخه لیدنه وکړي، د پوهنځیو د رئیسانو نظریات راټول کړي او د محصلانو د تحصیلي او رفاهي وضعیت د ښه والي لپاره ترې ګټه واخلي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۰:۹
Background image

*د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د کلني ستراتیژیک پلان سمينار وړاندي سو!*

د هرات پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي استادانو، کارکونکو او محصلانو ته د روان ۱۴۰۵ هـ لمريز کلنی ستراتيژيک پلان سمينار وړاندي سو.

دا سمينار د قرآن کریم د څو آیتونو په تلاوت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۵۲
Background image

د څېړنې د لارو چارو د معرفي کولو سمینار ترسره شو.

د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د تحقیق، تألیف او ترجمې کمېټې د یاد پوهنځي محصلانو ته د څېړنیزو لارو چارو د معرفي کولو سمینار جوړ کړ.

دغه سمینار د عامه پالیسۍ ډیپارټمنټ آمر پوهنیار محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۰:۵۲
Background image

د هرات ولایت د عمومي کانکور د ګډونوالو ازموینه ترسره شوه.

د هرات ولایت د عمومي کانکور د ګډونوالو ازموینه نن د هرات پوهنتون د رئیس، شیخ القرآن والحدیث مولانا عبدالغني حقاني، د پوهنتون د معاونانو، د ازموینو عمومي ادارې د زون آمریت، د ازموینو. . .

BACK TO NEWS