دوراني بخارکوونکي (Rotary Evaporator) آلې نصب او فعالول
د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي د دوراني بخارکوونکي (Rotary Evaporator) آله چې د خوړو د موادو په آنالیز او ژوندیو علومو کې د تخصصي تجربو لپاره له مهمو او پرمختللو وسایلو څخه شمېرل کېږي، د دې پوهنځی په بیولوژي لابراتوارونو کې نصب او فعاله کړه.
پوهنوال محمد زبیر عزیزی، د ساینس پوهنځی رئیس وایي چې د بیولوژي لابراتوارونو سمبالول د پرمختللو څېړنیزو وسایلو په وسیله، د عملي تدریس د کیفیت په لوړولو او د محصلینو او استادانو لپاره د علمي څېړنو د ترسره کولو په برخه کې یو مهم ګام دی. هغه زیاته کړه چې د دې آلې فعالول به په پوهنتون کې د ګڼو دقیقو او تخصصي تجربو د ترسره کولو زمینه برابره کړي.
د یادولو وړ ده چې دوراني بخارکوونکی د لابراتوارونو یو مهم تحقیقي وسیله ده چې د مایعاتو په نمونو کې د محلولونو د غلظت، بېلتون، پاکولو او تبخیر لپاره کارول کېږي. د دې آلې فعالیت د کم فشار او څرخش په اصل ولاړ دی چې محلولونه پرته له دې چې حساسو مرکباتو ته زیان ورسوي، جلا کوي.
