د هرات پوهنتون د زیربنایي ساتنې او پرمختیا پروژو پرمختګ

nta_new_user
Wed, Jan 07 2026 9:25 AM
img

د پوهنتون د چاپېریال د پراختیا او ښه والي په موخه، په هرات پوهنتون کې بېلابېلې ساختماني او زیربنایي پروژې د مالي او اداري معاون تر نظارت لاندې په جریان کې دي. دا پروژې د زده کړو د فضا د کیفیت لوړولو، د چاپېریال ښه والي، او د زده کوونکو او استادانو لپاره د بېلابېلو خدماتو د لاسرسي آسانتیا په موخه پرمخ وړل کېږي.
حافظ محمد بشیر مجاهد، د هرات پوهنتون مالي او اداري معاون، د دې پروژو د اجرایي بهیر د دقیقې څارنې ترڅنګ ټینګار کوي چې ټولې پروژې د پوهنتون د ماسټر پلان سره سم او په غوره معیارونو پرمخ وړل کېږي. هغه وایي: د هرات پوهنتون مشرتابه تل هڅه کوي چې د دې پروژو په تطبیق سره زده کوونکو، استادانو او کارکوونکو ته غوره شرایط برابر کړي.
د یادونې وړ ده چې دا پروژې په لاندې برخو کې پرمختګ لري: د هرات پوهنتون د شنه فضا لپاره عصري او اتومات اوبه ورکولو سیستم جوړول، د لارې جوړونې کارونه لکه تپک‌کاری، ګریدر کاری، موزاییک کاری، او د پیاده‌رو جغل اچونه د تګ راتګ اسانتیا او د پوهنتون چاپېریال ښایست لپاره د لارې د څنډو جدول کاری، د اوبو د حوضونو د تیږو کار، د سړکونو او پارکونو څراغونه روښانه کول،د ودانیو د ترمیم او رنګ کاری د وسایطو د ښه مدیریت په موخه نوې پارکینګونه جوړول.

Latest news

Sun, Jul 13 2025 9:17 AM
Background image

دل‌نوشته‌ای از غربت تا مهربانی هرات

وقتی از دیار غربت، با چمدانی پُر از زخم و چشمانی پُر از اشک، پای به خاک وطن گذاشتم، گمان نمی‌بردم هنوز هم می‌توان مزه‌ی مهربانی را چشید... اما هرات، این شهر آفتاب و آغوش، مرا غافلگیر. . .

Sun, Jul 13 2025 9:17 AM
Background image

ورکشاپ آموزشی روش تحقیق برگزار شد.

معاونیت تحقیقات و مجله علمی پوهنتون هرات ورکشاپ آموزشی 5 روزۀ تحت عنوان روش تحقیق را در پوهنتون هرات برگزار کرد. 
این ورکشاپ توسط پوهاند داکتر عزیزالرحمن نیازی معاون تحقیقات و مجله علمی. . .

Mon, Mar 03 2025 9:58 AM
Background image

Scientific Conference on the Rights of Civilians from the Perspective of Islamic Sharia and International Documents

Professor Abdul Rahman Saleem, a faculty member of the Faculty of Sharia and Islamic Sciences at Herat University, held a scientific conference titled "The Rights of Civilians from the. . .

BACK TO NEWS