د هرات پوهنتون د کانال ویستلو او ویالو جوړولو پروژه پیل شوه.
د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیت ابوالحکمت مفتي عبدالغفار، د پوهنتون مالي او اداري مرستیال ملا انعام الله انعام، د انجنیرۍ مدیر او د پوهنتون د خدماتو عمومي مدیر په حضور د هرات پوهنتون د بېلابېلو ساحو د کانال ویستلو او ویالو جوړولو پروژه پرانیستل شوه.
د دې پروژې مجموعي ارزښت دوه میلونه او اته سوه زره افغانۍ دی او تر ۴۰ راتلونکو ورځو پورې به ګټې اخیستنې ته چمتو او وسپارل شي.