د هرات پوهنتون د خپرنیزې کمیټې ناسته دایره شوه.

nta_new_user
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۵۲
img

د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت د خپرنیزې کمیټې ناسته د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابو الحکمت مفتی عبدالغفار او د دې کمیټې د غړو په حضور د هرات پوهنتون د ریاست په دفتر کې دایره شوه.
د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابو الحکمت مفتی عبدالغفار د کمیټې غړو ته د ښه راغلاست ویلو او د پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت له کړنو او فعالیتونو څخه د ستاینې ترڅنګ، د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت د خپرنیزو برنامو د ارزښت په اړه خبرې وکړې؛ د کمیټې له غړو یې وغوښتل چې د دې آمریت سره د خبرونو او د فرهنګي فعالیتونو د خپرولو په برخه کې د اړتیا وړ همکارۍ وکړي.
همدارنګه د هرات پوهنتون رئیس د ادارې د لاسته راوړنو او فعالیتونو د ښکاره کولو په برخه کې د ټولنیزو رسانیو د اړین رول په اړه خبرې وکړې وه یې ویل: له ټولنیزو رسانیو څخه په کار اخیستنې سره ادارې او سازمانونه کولای شي خپل اطلاعات، فعالیتونه او لاسته راوړنې ټولنې ته ور وپېژني او د خلکو ترمنځ د خپلو فعالیتونو او موخو لا زیاته پیژندنه رامنځ ته کړي.
ور پسې د ناستې غړو هم د پوهنتون رئیس د خبرو اورېدلو ترڅنګ، د هرات پوهنتون د ریپوټونو او خبرونو د خپرولو پر پاملرنې ټینګار وکړ او اعلان یې وکړ چې په دې برخه کې به د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت سره همکار وي، وروسته د ناستې غړو د غونډې د آجندا  په اړه خبرې او د نظریاتو تبادله وکړه او د اړتیا وړ تصمیمونه یې ونیول.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۲۹
Background image

نصب و فعال سازی ماستر پمپ در پوهنتون هرات

به‌منظور رفع مشکل انتقال آب به طبقات بالایی تعمیرهای پوهنتون هرات و بهبود روند تأمین آب مورد نیاز بخش‌های مختلف، ماستر پمپ آب با تلاش معاونیت مالی و اداری این پوهنتون خریداری، نصب و. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۲۹
Background image

کنفرانس اعجاز علمی قرآن کریم برگزار شد.

کمیتۀ فرهنگی و خدمات محصلان پوهنځی حقوق و علوم سیاسی پوهنتون هرات به‌منظور تقویت فرهنگ قرآنی و تعمیق شناخت محصلان از مفاهیم و معارف قرآن کریم، کنفرانس «اعجاز علمی قرآن کریم» را با حضور. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۲۹
Background image

برنامه معرفی پوهنتون هرات برای محصلان جدیدالشمول برگزار شد.

آمریت انسجام خدمات محصلان معاونیت محصلان پوهنتون هرات، برنامه معرفی این نهاد علمی را برای محصلان جدیدالشمول برگزار کرد. در این برنامه، پوهندوی دکتور عبدالباری قانت، استاد پوهنځی شرعیات. . .

BACK TO NEWS