د ستوماتولوژي تدریسي کلینیک

nta_new_user
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۲۳:۴۸
img

د ستوماتولوژي تدریسي کلینیک د یو اړین مرکز په توګه، چې د صحي او تعلیمي خدماتو وړاندې کولو لپاره اهمیت لري، په معالجوي خدماتو او د محصلانو د عملي مهارتونو په لوړولو کې لوی رول لوبولی دی.
دې کلینیک ته ۲۸۶۱ نارینه او ۳۱۶۴ ښځینه ناروغان مراجعه کړې دي. 
په نارینه ناروغانو کې ۱۴۸۱ ناروغان تداوي شوي او ۱۳۸۰ ناروغان معاینه شوي، په داسې حال کې چې په ښځینه ناروغانو کې ۱۸۶۷ ناروغان تداوي شوي او ۱۲۹۷ ناروغان معاینه شوي دي.
په مجموعي توګه، ۳۳۴۸ ناروغان د تداوي خدمات او ۲۶۷۷ ناروغان د معاینه خدمات ترلاسه کړي دي. څېړنې ښيي چې هره میاشت ۸۲۶ ناروغان دې کلینیک ته مراجعه کوي. د کلینیک د خدماتو ترڅنګ، دې مرکز په تعلیمي او اکاډمیکو برخو کې هم مهمې لاسته راوړنې لرلي دي.
د محصلانو فعال ګډون په معاینه او تداوي کې، د نظري پوهې او عملي مهارتونو تطبیق ته زمینه برابروي او په مسلکي ظرفیت لوړولو کې مهمه مرسته کوي. په همدې هکله، ګڼ شمېر علمي ورکشاپونه، منظم ستاژ پروګرامونه، کتاب لوستلو سیالۍ او تخصصي تعلیمي فعالیتونه ترسره شوي دي.
په دې وروستیو کې، د پوهنتون هرات دې تدریسي کلینیک د بنسټیزو جوړښتونو او تجهیزاتو په برخه کې مهم پرمختګونه ترلاسه کړي دي؛ چې له جملې څخه یې د یونټونو زیاتوالی له ۸ څخه ۱۲ ته، د تخصصي برخو (اورتودنسی، پروستودنتیک، اندودنتیک، جراحي او ایکسري) فعالول، د پروتېز لابراتوار پیل، د تعقیم برخې فعالول، د جنراتور نصب، د شنو ساحو ښه کول، د پارکینګ جوړول، د کتابتون تجهیز او د ښځینه برخې بشپړ فعالول شامل دي. په عمومي توګه، د ستوماتولوژي تدریسي کلینیک توانېدلی چې د صحي او تعلیمي خدماتو په پراخه کچه وړاندې کولو سره د ټولنې ورځنۍ اړتیاوې پوره کړي او هم مهال د محصلانو په عملي روزنه کې مهم رول ولوبوي.
د بنسټیزو امکاناتو پیاوړتیا او تخصصي خدماتو پراختیا کولی شي د راتلونکي لپاره د صحي او تعلیمي خدماتو کیفیت نور هم لوړ کړي. شیخ القرآن و الحدیث مولانا عبدالغني حقاني، د پوهنتون هرات رئیس وایي: د پوهنتون هرات رهبري په دې هڅه کې ده چې په تدریسي روغتون او د پوهنتون د تدریسي غاښونو کلینیک کې د محصلانو او ستاژرانو عملي پوهه منتقل کړي او د خپلو ښاریانو لپاره د تخصصي صحي خدماتو وړاندې کولو ته اماده وي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۲۹
Background image

نصب و فعال سازی ماستر پمپ در پوهنتون هرات

به‌منظور رفع مشکل انتقال آب به طبقات بالایی تعمیرهای پوهنتون هرات و بهبود روند تأمین آب مورد نیاز بخش‌های مختلف، ماستر پمپ آب با تلاش معاونیت مالی و اداری این پوهنتون خریداری، نصب و. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۲۹
Background image

کنفرانس اعجاز علمی قرآن کریم برگزار شد.

کمیتۀ فرهنگی و خدمات محصلان پوهنځی حقوق و علوم سیاسی پوهنتون هرات به‌منظور تقویت فرهنگ قرآنی و تعمیق شناخت محصلان از مفاهیم و معارف قرآن کریم، کنفرانس «اعجاز علمی قرآن کریم» را با حضور. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۲۹
Background image

برنامه معرفی پوهنتون هرات برای محصلان جدیدالشمول برگزار شد.

آمریت انسجام خدمات محصلان معاونیت محصلان پوهنتون هرات، برنامه معرفی این نهاد علمی را برای محصلان جدیدالشمول برگزار کرد. در این برنامه، پوهندوی دکتور عبدالباری قانت، استاد پوهنځی شرعیات. . .

BACK TO NEWS