د اسلامي نظام د پېژندنې لويه ازموينه واخيستل شوه.

nta_new_user
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۹:۳۳
img

د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړيکو امريت دا ازموينه د هرات پوهنتون د رئيس شيخ الحديث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار، د محصلانو چارو مرستيال پوهندوی غلام حضرت حساس، اداري کارکوونکو او د دې ازموينې د ګډونوالو په حضور کې د هرات پوهنتون د لوبو په لوبغالي کې واخيسته. 
په دې ازموينه کې له بېلابېلو پوهنځيو څخه ګڼو محصلینو ګډون کړی وو، د دې مسابقې وړونکو ته به جائزې هم ورکړل شي. 
د‌دې محفل په پرانيست‌غونډه کې د هرات پوهنتون رئيس شيخ الحديث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار د خپلې وينا په ترڅ کې وويل چې د اسلامي نظام پېژندنه د هر مسلمان ديني او اخلاقي وجيبه ده. هغه دغه راز د دې نظام پر ارزښت هم خبرې وکړې. ده وويل چې محصلين د راتلونکي نوي نسل په توګه بايد د ټولو اسلامي اصولو او ارزښتونو سره اشنا شي. 
د غونډې په دوام د پوښتنو ص نه دوق د پوهنتون د رهبري هیئت په حضور کې پرانستل شو، پوښتنپاڼې محصلينو ته ووېشل شوې او مسابقه پيل شوه. 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۹:۵۸
Background image

د ملکي وګړو حقوق د اسلامي شریعت او نړیوالو اسنادو له نظره علمي کنفرانس

پوهنوال عبدالرحمن سلیم، د هرات پوهنتون د شرعیاتو او اسلامي علومو پوهنځي استاد، د "ملکي وګړو حقوق د اسلامي شریعت او نړیوالو اسنادو له نظره" تر عنوان لاندې علمي کنفرانس جوړ کړ.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۹:۵۵
Background image

د هرات پوهنتون په مختلفو څانګو کې د حاضرۍ څارنه

د هرات پوهنتون د کارکوونکو چارو آمر مولوي محمد اسماعیل سعادت، د یو هیئت په ملتيا د پوهنځیو، کادري روغتون او د هرات پوهنتون د غاښونو کلینیک د حاضریو څارنه او کنترول ترسره کړ.
دغه ارزونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د هرات پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال د تیکا له رییس سره وکتل

د شیخ‌الحدیث مولانا عبدالهادي ذو الهادي، د هرات پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال، د دې علمي بنسټ له یوې هیئت سره یوځای د تیکا دفتر له رئیس ډاکتر عرفات دنیز سره د علمي او بنسټیزو همکاریو د. . .

BACK TO NEWS