**د هرات پوهنتون د مالي او اداري مرستیال له خوا د کرنې، وترنري علومو او انجینرۍ پوهنځیو له رئیسانو او استادانو سره جلا مشورتي غونډې د پوهنتون د شنه چاپېریال د پیاوړتیا او پراختیا په موخه ترسره شوې*
په دې غونډو کې، د پوهنتون مالي او اداري مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد د دې معاونیت د پروګرامونو په اړه خبرې وکړې او د علمي کدر په همکارۍ د نیالګیو، زینتي ګلونو او پارکونو جوړولو لپاره د طرحو وړاندې کولو اهمیت ته اشاره وکړه. نوموړي وویل: د استادانو همکاري او نوښتګرې نظریې د پوهنتون د چاپېریال ښکلا او د دې علمي بنسټ د غړو لپاره د مناسبه فضا په جوړولو کې مهم رول لوبولی شي.*
د یادو پوهنځیو استادانو او رئیسانو د دې معاونیت پروګرامونو ته د هرکلي ترڅنګ، په ټولو برخو کې د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه، په ځانګړې توګه د پوهنتون د شنه چاپېریال پراختیا لپاره د مؤثرو طرحو په وړاندې کولو کې. دوی وړاندیز وکړ چې د نیالګیو او زینتي ګلونو د کېنولو تر څنګ، د دې پروژو د ساتنې او پالنې لپاره هم پلانونه جوړ شي، تر څو د دې پروژو پایلې دوامداره پاتې شي
ټاکل شوې ده چې د پوهنتون مالي او اداري معاونیت به د پوهنتون په بېلابېلو سیمو کې ۲۵ زره نیالګي او زینتي ګلان کېنوي.