د اسلامي علومو په برخه کې د کتاب‌پېژندنې څانګه

nta_new_user
شنبه ۱۴۰۳/۴/۳۰ - ۹:۱۰
img

د اسلامي علومو او شرعياتو پوهنځي د کنفرانسونو په لړ کې دا ځل د اسلامي علومو په برخه کې د کتاب پېژندنې څانګه تر سرليک لاندې کنفرانس د دې پوهنځي په سالون کې د دې‌ پوهنځي د رئیس شيخ الحديث مفتي هدايت الله منيب، د اطلاعاتو او فرهنګ د رياست د فرهنګ او هنر امر مولوي حميدالله غياثي، د استادانو او محصلینو په حضور کې وړاندې شو. 
د دې کنفرانس په لومړيو کې د شرعياتو د پوهنځي رئيس شيخ الحديث مفتي هدايت الله منيب د کنفرانس ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د اسلامي علومو په برخه کې د کتاب پېژندنې اهميت او ارزښت بيان کړ. 
وروسته پوهاند عبدالطيف لايق او پوهنيار عزيزالرحمن حنفي د « هدايې شريفې» او « ظاهر الروايه» لنډه پېژندنه وړاندې کړه. 
په آخر کې پوښتنو ته ځوابونه وويل شول. 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۸:۵۵
Background image

د هرات پوهنتون د ستوماتولوژي پوهنځي د محصلانو د تيوري دورې پای

د ستوماتولوژي پوهنځي فرهنګي کمېټې د ۴۷ تنو محصلانو د تيوري دورې د پای ته رسېدو په مناسبت محفل نيولی و. 
په دې محفل کې د هرات پوهنتون رئيس شيخ الحديث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار، د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۸:۴۹
Background image

د غاښونو د ساتلو يو ورځنی سيمينار جوړ شو.

د هرات پوهنتون د محصلانو د چوپړتیاوو د انسجام امريت د طب پوهنځي په همکارۍ د غاښونو د ساتلو يو ورځنی سيمينار د محصلینو لپاره جوړ کړ. 
سيمينار د څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پيل شو،. . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۸:۴۷
Background image

د برياليتوب په لار کې د موخې د ټاکلو ارزښت

دا د هغه سيمينار سرليک ؤ چې د ژورنالېزم پوهنځي له خوا محصلينو ته ورکړل شو. 
د دې سيمينار په لومړيو کې د ژورناليزم د پوهنځي استاد پوهنيار خليل احمد سروش د موخې د ټاکنې پر ارزښت خبرې وکړې. . .

BACK TO NEWS