د ژبو او کمپيوټر زده کړو مرکز

د هرات پوهنتون انګلیسي ژبې او کمپیوټر زده کړې مرکز

لیدلوری:

د اکاډیمیکو ظرفیتونو د لوړولو له پاره د منل شوو ژبنۍ پروګرامونو او عصري ټیکنالوژۍ له لارې د انګلیسي ژبې او کمپیوټر مهارتونو زده کړې د معیاري او روزنیز پروګرامونو وړاندې کول.

ماموریت:

د انګلیسي ژبې او کمپیوټر زده کړې د عصري پروګرامونو او د مجربو استادانو په درلودلو سره، د انګلیسي ژبې او کمپیوټر زده کړې مرکز د پوهنتونونو سره په همکاري هڅه کوي ترڅو محصیلین خپلو علمي اهدافو ته ورسوي

د مرکز پېژندنه:

د هرات پوهنتون انګلیسي ژبې او کمپیوټر زده کړې مرکز د هرات پوهنتون سره د څو کلونو راهیسې د امريکا د متحده ایالاتو د سفارت او د اثر موسسې په مرسته کار کوي.

د هرات پوهنتون انګلیسي ژبې او کمپیوټر روزنیز مرکز په هرات پوهنتون کې د اداري کارکوونکو او محصلينو د علمي ظرفیت لوړولو لپاره په ياد پوهنتون کې د انګلیسي ژبې او کمپیوټر  ICDL)) کورسونه دایروي.

د ELCLC مرکز خدمتونه:

الف-  د پوهنتون استادانو او کارکوونکو لپاره:

  • د ګډون کوونکو اړتیاوو سره سم د انګلیسي ژبې او کمپیوټر مهارتونو لنډمهاله کورسونه وړاندې کول.
  • د TOEFL د تیارۍ کورسونو تنظیمول.

ب- د پوهنتون محصلینو لپاره:

  • د انګلیسي ژبې کورسونه "د اکاډمیکو هدفونو لپاره " یا " English for Academic Purposes "
  • د انګليسي ژبې کورسونه "د مشخصو هدفونو لپاره " یا "English for Specific  Purposes"
  • د ICDL د آزموینې موفقانه ترسره کولو لپاره د زده کوونکو چمتو کول.
  • د  TOEFLتیاري کورسونه په لاره اچول.
  • د سوداګرۍ لیکنو مهارتونه (Business Writing) کورسونو په لاره اچول.