د هرات پوهنتون رئیس له اداري برخو د آمرینو او مدیرانو سره تعارفي لیدنه

nta_new_user
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲
img

د هرات پوهنتون رئیس، مفتي عبدالستار المحسن د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد په شتون کې له اداري برخو د آمرینو او مدیرانو سره تعارفي لیدنه ترسره کړه.

غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه. وروسته د هرات پوهنتون رئیس زیاته کړه چې د دې لیدنې موخه د اداري مسئولیتونو روښانه کول او د دندو پر سم او اغېزمن ډول ترسره کولو ټینګار دی. نوموړي زیاته کړه: «هغه مسئولیت چې موږ او تاسو ته سپارل شوی، یو امانت دی چې باید په غوره ډول ترسره شي او موږ ټول به د الله تعالی پر وړاندې د هغه په اړه ځواب ویونکي یو.»

هغه د پوهنتون د چارو په پرمختګ کې د آمرینو او مدیرانو مهم رول ته په اشارې وویل: د پوهنتون رهبري تل د خپلو کارکوونکو ترڅنګ ولاړه ده او له هغوی څخه ملاتړ کوي. نوموړي همداراز د قومي، ژبني او سمتي تعصبونو پر پرېښودو، له ناسالمو سیالیو څخه پر ډډه کولو، د یووالي، اتفاق او همکارۍ د روحیې پر پیاوړتیا او د اسلامي شریعت او افغاني فرهنګ په چوکاټ کې د نوښت او خلاقیت پر ترویج ټینګار وکړ.

د هرات پوهنتون رئیس د ظاهر او باطن اصلاح، په دندو کې اخلاص، د چارو له ځنډ پرته ترسره کول، د اداري مکتوبونو په لیکنه کې د اصولو او مقرراتو رعایت او د مسئولیتونو پر وړاندې مسئولیت‌پزي د بریالۍ خدمت‌رسونې له مهمو بنسټونو څخه وبلل.

ورپسې د هرات پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد بشیر مجاهد، د کارکوونکو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ، امانت‌دارۍ، د چارو د تعقیب او څارنې، له مراجعینو سره د نیک او مناسب چلند، د مافوق آمرینو د لارښوونو د اطاعت او په دندو کې د صداقت او ژمنتیا په اړه وینا وکړه.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۲۹
Background image

نصب و فعال سازی ماستر پمپ در پوهنتون هرات

به‌منظور رفع مشکل انتقال آب به طبقات بالایی تعمیرهای پوهنتون هرات و بهبود روند تأمین آب مورد نیاز بخش‌های مختلف، ماستر پمپ آب با تلاش معاونیت مالی و اداری این پوهنتون خریداری، نصب و. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۲۹
Background image

کنفرانس اعجاز علمی قرآن کریم برگزار شد.

کمیتۀ فرهنگی و خدمات محصلان پوهنځی حقوق و علوم سیاسی پوهنتون هرات به‌منظور تقویت فرهنگ قرآنی و تعمیق شناخت محصلان از مفاهیم و معارف قرآن کریم، کنفرانس «اعجاز علمی قرآن کریم» را با حضور. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۲۹
Background image

برنامه معرفی پوهنتون هرات برای محصلان جدیدالشمول برگزار شد.

آمریت انسجام خدمات محصلان معاونیت محصلان پوهنتون هرات، برنامه معرفی این نهاد علمی را برای محصلان جدیدالشمول برگزار کرد. در این برنامه، پوهندوی دکتور عبدالباری قانت، استاد پوهنځی شرعیات. . .

BACK TO NEWS