د هرات ولایت د پوهنتونونو او خصوصي لوړو زده کړو موسسو د کانکور ازموینو د ترسره کولو په لاره کې کنټرول او نظارت ترسره شو

hu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۷ - ۱۰:۳
""

په هرات ولايت کې د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي، مالي او اداري چارو مرستيال او د یاد پوهنتون سرپرست مولوي منت الله آخندزاده د جمعې په ورځ په داسې حال کې چې د استادانو چارو آمر او د علمي چارو سرپرست مرستيال پوهنمل رحيم بخش فقيریار يې ملتيا کوله د هرات ولایت خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو د کانکور له ازموينو څخه نظارت او څارنه وکړه.
مولوي منت الله آخندزاده په دغو کتنو کې د دولتي لوړو زده کړو بنسټونو سره په يو اړخيزه توګه د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو اکاډميک فعاليتونه، چې د ټولنې په ودې او پراختيا کې یو څرګند اواغیزمن رول لوبوي، مثبت وارزولو  ویې ويل: اوسني شرایط دا ايجابوي چې د دغو بنسټونو مسئولين د باکيفيته تحصيلي چوپړ آماده کولو په برخه کې، د لوړو زده کړو وزارت قوانينو اومقرراتو پلي کولو ته زياته پاملرنه وکړي اوله بله پلوه لوړو زده کړو وزارت هم له دغو بنسټونوسره همکارۍ ته ژمن او د يادو بنسټونو اکاډميکو فعاليتونوته په درنه سترګه ګوري.
دغه راز د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو مسئولينو د لوړو زده کړو وزارت له پروګرامونو څخه په ملاتړ ژمنه وکړه، څو د ټولنې ټولو اقشاروته د چوپړتياوو رسولو او تحصيلي زمينې برابرولو په برخه کې به هيڅ ډول هڅې ونه سپموي او د دغه وزارت سره به ټولنې ته د ښه خدماتو په وړاندې کې به خپله ملي وجيبه په ښه ډول سرته رسوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۹:۵۳
Background image

د اداري او مالي معاونیت ناسته دایره شوه.

د پوهنتون مالي او اداري مرستیال ملا انعام الله انعام، د اداري برخو آمرانو او مدیرانو په حضور د دې معاونیت ناسته دایره شوه.
لومړی ملا انعام الله انعام د ناستې غړو ته د خیر مقدم ترڅنګ، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۹:۴۷
Background image

د هرات پوهنتون د مالي او تدارکاتي کمیټې غونډه دایره شوه.

د هرات پوهنتون د مالي او تدارکاتي کمیټې غونډه د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابوالحکمت مفتي عبدالغفار تر ریاست لاندې په داسې حال کې چې د پوهنتون علمي مرستیال محمد موسی فایق، د پوهنتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۵۲
Background image

د هرات پوهنتون د خپرنیزې کمیټې ناسته دایره شوه.

د هرات پوهنتون د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت د خپرنیزې کمیټې ناسته د هرات پوهنتون رئیس شیخ الحدیث ابو الحکمت مفتی عبدالغفار او د دې کمیټې د غړو په حضور د هرات پوهنتون د ریاست په دفتر کې. . .

BACK TO NEWS