*د هرات پوهنتون د رهبرۍ پلاوي له لیلیې څخه لیدنه او څارنه*

nta_new_user
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۴:۳۰
img

شیخ القرآن والحدیث مولانا عبدالغني حقاني حفظه‌الله، د هرات پوهنتون رئیس، د پوهنتون علمي مرستیال مولوي محمد موسی فایق، مالي او اداري مرستیال قاري محمد بشیر مجاهد او د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي عبدالله طیب سره یوځای د هرات پوهنتون له لیلیې څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې پر مهال، د پوهنتون رهبرۍ پلاوي د محصلینو سره خبرې وکړې، د هغوی ستونزې او ننګونې واورېدې او ژمنه یې وکړه چې د خدماتو د ښه والي او د محصلینو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره به هلې ځلې وکړي.
همدارنګه، د دې څارنې په جریان کې، د لیلیې پرسونل ته سپارښتنې وشوې چې د لیلیې د چاپېریال پاکوالي او نظافت په ځانګړې توګه د پخلنځي په برخه کې، د ځانګړو پخلنځي جامو کارولو، له محصلینو سره مناسب چلند کولو او د روغتیایي اصولو په مراعتولو کې لا زیاته پاملرنه وکړي.
د هرات پوهنتون رهبرۍ د محصلینو د چارو له مرستیالۍ، اړوندو برخو او د پوهنتون له کافیتریا څخه هم لیدنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۲۱:۵
Background image

*د هرات پوهنتون د مخکښو او هڅاندو استادانو او کارکوونکو ستاینه وشوه** .

د هرات ولایت مقام د هرات پوهنتون په همکارۍ د پوهنتون ارزښت او مقام ته د درناوي په موخه په یوه ځانګړې غونډه کې د دې علمي بنسټ له هڅاندو او مخکښو استادانو او کارکوونکو څخه د تندیسونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۴:۳۰
Background image

*د هرات پوهنتون د رهبرۍ پلاوي له لیلیې څخه لیدنه او څارنه*

شیخ القرآن والحدیث مولانا عبدالغني حقاني حفظه‌الله، د هرات پوهنتون رئیس، د پوهنتون علمي مرستیال مولوي محمد موسی فایق، مالي او اداري مرستیال قاري محمد بشیر مجاهد او د پوهنتون د دعوت او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۴:۲۵
Background image

د هرات پوهنتون د کرنې پوهنځي د لابراتوارونو بستونو ازموینه

د هرات پوهنتون د کرنې پوهنځي د خوړو توکو او د خاورې کیمیا لابراتوارونو د بستونو ازموینه د حاجي مولوي نورالحق ازهر، د پوهنتون د ریاست د دفتر آمر، مولوي محمد اسماعیل سعادت، د بشري منابعو. . .

BACK TO NEWS