*د محصلانو چارو مرستیالۍ د پوهنځیو د تدریسي مدیرانو سره مشورتي غونډه*

nta_new_user
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۳:۱۱
img

د محصلانو چارو مرستیالۍ مشورتي غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه.
په پیل کې، الحاج شیخ الحدیث مولانا عبدالهادي ذوالهادي، د هرات پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال، د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او څرګنده یې کړه چې موږ او تاسې باید په خپلو دندو کې صداقت ولرو، د مسوولیتونو په ترسره کولو کې هڅاند واوسو، ځکه چې دنده یو الهي امانت دی چې مؤمن ته سپارل کېږي او باید په ښه توګه ترسره شي.
نوموړي په خپلو لارښودونکو خبرو کې وویل چې موږ ټول د خپلې دندې په وړاندې مسؤلیت لرو، چې هغه د محصلینو لپاره د تحصیلي خدماتو برابرول دي. باید د حاکمو اصولو او تعاملاتو مطابق، د مراجعینو قانوني غوښتنو ته په ټاکلي وخت رسیدګي وشي، او همداراز په خپلو اجرااتو کې د الله متعال رضا په نظر کې ونیسو. باید له هغو اجرااتو ډډه وشي چې د اصولو خلاف وي، مراجعین سرګردانه کوي، کارونه ټکنۍ کوي یا قومي، مذهبي او سیمه‌ییز تعصبات په کې شامل وي.
د محصلانو چارو مرستیال زیاته کړه چې د دې غونډې هدف د کاري پروسو چټکتیا، د چارو ښه تنظیم، د نظرونو تبادله، او د تدریسي مدیرانو څخه د ارزښتناکو مشورو ترلاسه کول دي، تر څو د محصلانو چارو برخه لا ښه مدیریت شي. همداراز، نوموړي وویل چې د محصلانو چارو مرستیالۍ دروازه تل د تدریسي مدیرانو پر مخ خلاصه ده، څو د مشورو او د چارو د ښه والي لپاره ورسره مرسته وشي.
ورپسې، د غونډې ګډونوالو د تېرې غونډې د پریکړو د تعقیب، د HEMIS سیستم د تطبیق او ستونزو، د ۱۴۰۳ فارغانو د کتاب ترتیب او د دې معاونیت ته یې د عاجل استولو، د تحصیلي اسنادو د ډله‌ییزې طی‌مراحل، او د تدریسي مدیرانو د وړاندیزونو او ستونزو د اورېدو په اړه بحثونه وکړل.
همداراز، د محصلانو چارو مرستیالۍ تدریسي مدیرانو ته لارښوونه وکړه، څو خپل غوره او نوښتګر محصلین دې معاونیت ته وروپېژني، تر څو د ممتازو محصلینو یو ثبت‌نامه جوړه شي. په راتلونکي کې به له دوی سره اړیکې وساتل شي، تخصصي، فکري او عقیدتي ورکشاپونو ته به دعوت شي، او د دوی له خلاقیتونو او نوښتونو څخه به ملاتړ وشي.
غونډه په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۱:۳۲
Background image

سمینار «مدیریت ترس و استرس» برگزار شد.

مرکز مشاوره معاونیت محصلان پوهنتون هرات، با هدف کمک به محصلان برای شناخت بهتر ترس و استرس و پیدا کردن راه‌های ساده و عملی برای مدیریت آن، سمینار علمی ـ عملی «مدیریت ترس و استرس؛ نقش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۱:۸
Background image

سمینار علمی ارزش‌های اسلامی برگزار شد.

کمیتۀ فرهنگی مرکزی پوهنتون هرات امروز سمینار علمی تحت عنوان ارزش‌های اسلامی با ارائه پوهندوی دکتور عبدالباری قانت استاد پوهنځی شرعیات در سالون کنفرانس‌های پوهنځی اداره و پالیسی عامه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۱:۸
Background image

برگزاری سمینار «استفاده مؤثر از تلفن همراه و رسانه‌های اجتماعی» در پوهنځی ژورنالیزم و ارتباطات جمعی

کمیته فرهنگی پوهنځی ژورنالیزم و ارتباطات جمعی پوهنتون هرات، سمیناری را تحت عنوان «استفاده مؤثر از تلفن همراه و رسانه‌های اجتماعی» برای محصلان این پوهنځی برگزار کرد.

در آغاز این برنامه،. . .

BACK TO NEWS