دیپارتمنت زبان و ادبیات پشتو

د ښوونې او روزنې پوهنځي په چارچوب کې پښتو څانګه له ( ۱۳۸۹ ل ، ل ) کال څخه منظوره شوې وه خو د ځینو ستونزو له کبله یې ونه شوای کړای چې په کارنده ډول د زده کړیالانو په مخ پرانستل شي . هغه و چې دا څانګه په ( ۱۳۹۲ ل ،ل ) کال کې د استاد سراج احمد ((ژواک )) او استاد اکبرخان ( اندړ) په هڅو هاند سره د هیواد د بچیانو او پښتو ژبې د مینانو لپاره پرانستل شوه . په همدې کال په دې څانګه کې یوه بله استاده مینه ( سادات ) هم د استادي په سپېڅلې دندې باندې وټاکل شوه ؛ د دې استادانو د زیات ریار او کوښښ په پایله کې دا څانګه له ډېرو ستونزو سره سره ، نن د لاندې ځانګړتیاوو په لرو سره ، د هرات پوهنتون د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې په خپلو پښو ولاړه ده او په توکل د الله او زیار د مینانو به يې  پر مخ ځي ، لابریاوې به خپلوي ، د پښتو ژبې او ادب په ښکلا او ګاڼه به د هیوادوالو روح او زړه پوښي .

دې څانګې په ډېر بریالیتوب سره په وړاندې ګام اخیستی او تر ( ۱۳۹۴ ل ، ل ) کال پورې يې د محصلانو شمېر نږدې ۲۰۰ تنو ته رسېږي ؛ پورته شمېر محصلان په څلورو ټولګیو کې په زده کړه بوخت دي ، له  دې ټولګې محصلانو څخه ۴۷ تنه نارینه او ۱۳۰ تنه ښځینه محصلانې دي . دې څانګې په همدې کال کې  خپل لومړني فارغان ټولنې ته وړاندې کړل ، چې شمېر يې ۱۲ تنو ته رسېدو له دې ټولګې فارغانو څخه ۳ تنه نارینه او ۹ تنه ښځینه زده کړیالانې وې .

که څه هم د هیواد په ډيری ولایتونو کې پښتو څانګې شته خو په غربي زون کې او په ځانګړي ډول په هرات ولایت کې د پښتو څانګې  شتون ډېر اړین دی ځکه چې د دې ولایت په ښوونځیو کې د پښتو ژبې د مسلکي او لوړ درجه استادانو نشتون د زده کوونکو په وړاندې ډېرې ستونزي رامنځ ته کړي دي ؛ دا څانګه به د دې ستونزو د له منځه وړلو لپاره په راتلونکي کې ډېری مسلکي او وړ ښوونکې وروزي .

دهرات پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي دپښتو څانګې موخې :

په اسلامي ، ملي او وطني روحیه دداسې شخصیتونو روزل ، چې  له خپل دین ، ژبې او  دود نه خبراو دخپل دین ، ژبې او دود له پاره هر  راز  قربانۍ او سرښند نې ته چمتو وي .

په داسې روحیه دزده کړیالانوروزل ، چې په اوس او راتلونکې کې د افغاني ټولنې په علمي ، فني ، کلتوري ،او دکار او ژوند په ټولو برخو کې کارنده او اغیزمنه برخه ولري . د افغاني ټولنې ، علمي ، تخنیکي ،وټه ییزه ، او کلتوري پرمختیا په غاړه واخلي .