مولوي منت الله آخندزاده نن د هرات ولايت د ښارجوړونې له رئيس وکتل

hu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۷ - ۹:۵۶
""

په هرات کې د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي، د هرات پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال او د یاد پوهنتون سرپرست مولوي منت الله آخندزاده نن د هرات ولايت د ښارجوړونې له رئيس عبدالله اکبري او مل پلاوي سره د پوهنتون رياست په د فتر کې وکتل. په لومړي سر کې د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي او د هرات پوهنتون سرپرست مولوي منت الله آخندزاده د دغه علمي بنسټ پر پېژندنې خبرې وکړې او هېوادوالو ته د باکيفيته چوپړتياوو وړاندې کول او لازمو آسانتياوو برابرول همدارنګه د دولتي بنسټونو ترمنځ د همکاريو د هوکړه ليکونو لاسليک کول مهم وبلل. دغه راز ښاغلي آخندزاده د نابشپړو پروژو نه بشپړېدل او د پوهنتون د ننه سړکونو نه پخېدل د دغه علمي بنسټ له ستونزو څخه وبلل او د هرات ولايت د ښارجوړونې له رياست څخه یې وغوښتل چې دهرات پوهنتون سره په دې برخه کې هر اړخيزه مرسته وکړي. ورپسې د هرات ولايت د ښار جوړونې رئيس عبدالله اکبري د هرات پوهنتون له مسئولينو سره د ليدنې ترڅنګ، دغوره چوپړتياوو د وړاندې کولو او د خلکو د ستونزو د حل کولو لپاره د دولتي ادارو ترمنځ د هوکړه ليکونو رامنځته کول مهم یاد کړل او ژمنه یې وکړه چې د نا بشپړو شويو ودانيو د بشپړېدو په برخه کې به د هرات پوهنتون سره مرسته کوي. په پای کې راغلیو پلاويو، مېلمنو او د پوهنتون مسئولينو د پوهنتون له بيلابېلو برخو څخه ليدنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۹:۵۸
Background image

د ملکي وګړو حقوق د اسلامي شریعت او نړیوالو اسنادو له نظره علمي کنفرانس

پوهنوال عبدالرحمن سلیم، د هرات پوهنتون د شرعیاتو او اسلامي علومو پوهنځي استاد، د "ملکي وګړو حقوق د اسلامي شریعت او نړیوالو اسنادو له نظره" تر عنوان لاندې علمي کنفرانس جوړ کړ.
په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۹:۵۵
Background image

د هرات پوهنتون په مختلفو څانګو کې د حاضرۍ څارنه

د هرات پوهنتون د کارکوونکو چارو آمر مولوي محمد اسماعیل سعادت، د یو هیئت په ملتيا د پوهنځیو، کادري روغتون او د هرات پوهنتون د غاښونو کلینیک د حاضریو څارنه او کنترول ترسره کړ.
دغه ارزونه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د هرات پوهنتون د محصلینو چارو مرستیال د تیکا له رییس سره وکتل

د شیخ‌الحدیث مولانا عبدالهادي ذو الهادي، د هرات پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال، د دې علمي بنسټ له یوې هیئت سره یوځای د تیکا دفتر له رئیس ډاکتر عرفات دنیز سره د علمي او بنسټیزو همکاریو د. . .

BACK TO NEWS